د لاس رسي وړ اتصالات

د یاهو اجرایوي ریْس د شهادتنامې پر سر کار پرېښود


د یاهو د انټرنیټي کمپنۍ اجرایوي ریْس سکاټ ټامبسن وروسته له هغه نه دغه کمپنۍ پرېښوده چې په تحصیلي سوابقو کې یې یو لړ جنجالونه رابرسیره شول. دا د څلور کلونو نه په کمې مودې کې څلورم اجرایوي ریْس دی چې د یاهو کمپنۍ ته راځي او ځي.

یاهو پرون د یکشنبې په ورځ د نړیوالې رسنۍ دبرخې مشر راس لیوینسن خپل د نوي موقتي اجرایوي ریْس په توګه وټاکی.

تامبسن څلور میاشتي مخکي یاهو ته د اجرایوي ریْس په توګه راغی. د هغه وخت راهیسي د یاهو اسهام په بازار کې څلور په سلو کې راولوېدل خو په دې ورستیو اونیوو کې وروسته له هغه نه چې دغې کمپنۍ د توقع نه د زیات عاید اعلان وکړ، ددغې کمپنۍ د اسهامو بیه بیرته لوړه شوه.

د یاهو د کمپنۍ اجرایوي ریْس وروسته له هغه نه خپل دنده پرېښوده چې یوه ستر سهم لرونکي پرې د درواغ ویلو تور ولګوی چې هغه د کمپیوټر ساینس په برخه کې د لوړو زده کړو سند درج کړی دی خو هغه دغه زده کړې نه دي کړي.

ددغه سند په هکله د یاهو په ویب پاڼه کې د هغه په خلص سوانح کې یادونه شوې وه.

XS
SM
MD
LG