د لاس رسي وړ اتصالات

یمن کې د اوربند موده ختمه شوه او بمبارۍ بیا پيل شوې


دواړه غاړې یو بل تورنوي چې د اوربند له ختمېدو وروسته یې سمدستې بریدونه پيل کړي دي
دواړه غاړې یو بل تورنوي چې د اوربند له ختمېدو وروسته یې سمدستې بریدونه پيل کړي دي

په یمن کې عیني شاهدان وايي د سعودي په مشرۍ د ایتلاف الوتکو د اوربند د مودې له پای ته رسېدو سمدسې ورسته په پلازمینه صنعا کې بمبارۍ کړي دی.

دغلته د دریو ورځو اوربند شوی و، چې اړمنو خلکو ته خیریه مرستې ورسیږي، خو د دریو ورځو موده و نه غزول شوه. تر اوربند یوه ورځ مخکې د سعودي په مشرۍ د ایتلاف ځواکونو او د ایران د حوثي یاغیانو ترمنځ قوي جنګ وشو.

دواړه غاړې یو بل تورنوي چې د اوربند له ختمېدو وروسته یې سمدستې بریدونه پيل کړي دي، په همدې حال کې ملګري ملتونه هڅه کوي، چې شوی اوربند نور هم وغزوي.

د یمن د حکومتي ځواکونو لوی درستیز محمد علي المقدشي رویټرز ته وویل چې حوثي ملېشو د اوربند د مودې له ختمېدو ورسته قصدآ داسې اقدامات وکړل چې "زموږ سیاسي او امنیتي مشرتابه یې وپارول چې سولې ته غاړې کېنږدي".

راپورونه وايي تازه بمبارۍ د صنعا د هافا په کمپ او د ناهیدین په سیمه کې شوي دي. د حوثي یاغیانو تر واک لاندې سیمو کې د رادار موقعیتونه هم په نښه شوي دي. د حوثي یاغیانو تلویزون وايي چې هغوی پر الوتکو هوايي ډزې کړي دي.

دا بریدونه صنعا ته د ملګرو ملتونو د استازي اسماعیل شیخ احمد له رسېدو سره سم پیل شوي دي، ښاغلي احمد صنعا ته تللی چي د سولې په اړه له دواړو غاړو سره خبرې وکړي.

په یمن کې له ۱۹ میاشتو راهېسې تاوتریخوالی روان دی چې شاوخوا ۱۰۰۰۰ کسان په کې وژل شوي دي.

د سعودي په مشرۍ د ایتلاف ځواکونه د ۲۰۱۵ کال له مارچ راهېسې د پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح د ځواکونو او حوثي یاغیانو پر ضد جنګیږي او پر هغوی بمبارۍ کوي.

د دوی ټوله هڅه دا ده چې ولمسشر عبد ربه منصور هادي بېرته په واک کې کړي، ښاغلي هادي په نړیواله کچه د یمن ولسمشر پېژندل کیږي.

XS
SM
MD
LG