د لاس رسي وړ اتصالات

د یمن حوثي یاغیانو د سعودي جنګي بېړۍ ووېشتله


دا په شپږو میاشتو کې د سعودي په جنګي بېړیو دویم برید دی
دا په شپږو میاشتو کې د سعودي په جنګي بېړیو دویم برید دی

په یمن کې حوثي شعیه یاغیان وايي د سعودي یوه جنګي بېړۍ یې وېشتې، بېړۍ سوځېدلې او دوه ماڼوګان یې وژل شوي دي.

حوثي یاغیان وايي د سه شنبې په سهار یې په سرې بحیرې کې د یمن او ارېتریا ترمنځ د ذوقر په سیمه کې د سعودي په مشرۍ ایتلافي ځواکونو باندې بلاسټیک میزایل توغولي دي.

د سعودي ایتلاف په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې د حدودیه په سرحد کې د سعودي یوې جنګي بېړې ګزمه کوله چې د حوثي ځانمرګو یاغیانو دریو بېړیو پرې بریدونه وکړل.

په اعلامیه کې راغلي چې له برید وروسته بېړۍ د بلې بېړۍ له شا سره وجنګېدله، چاودنه وشوه، اور بل شو، دوه تنه ووژل شول او درې نور ژوبل شول.

خو حوثي شعیه یاغیان د برید د څرنګوالي په اړه د سعودي ایتلاف خبره نه مني او وايي چې بېړۍ یې په بلاستیګ میزایل وېشتلې ده.

د رویټرز خبري اژانس وايي په تېرو شپږو میاشتو کې دا د سعودي- ایتلاف په جنګي بېړیو د حوثي یاغیانو دویم برید دی.

د ایتلاف چارواکو خبرداری ورکړی چې په دې بريد سره به د یمن سرحد ته د بشري مرستو رسول ټکني شي. دا برید د ایران له ملاتړه د برخمنو شعیه حوثیانو او د سعودي ایتلاف ترمنځ د روان جنګ شدت په ګوته کوي.

سعودي او ملګرو یې د ۲۰۱۵ کال له مارچ راهېسې په یمن کې زرګونه بریدونه کړي چې د تبعید کړل شوي ولسمشر عبد ربه منصور هادي حکومت بېرته په پښو ودروي.

XS
SM
MD
LG