د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا له یمن نه خپل ټول کار کوونکي وویستل


شیعه یاغیانو د پخواني ولسمشر علی عبدالله صالح د پلویانو په ملاتړ، نن د یمن دریم لوی ښار تعز او هوایي ډگر ونیول.
شیعه یاغیانو د پخواني ولسمشر علی عبدالله صالح د پلویانو په ملاتړ، نن د یمن دریم لوی ښار تعز او هوایي ډگر ونیول.

امریکا د یمن نه خپل ټول کارکوونکي ایستلي دي. امریکا دغه کار وروسته له دې نه کړی چې د یمن په مرکز صنعا کې ځانمرګو بریدکوونکو په دوو جوماتونو باندې بریدونه وکړل او لږ ترلږه یې ۱۳۷ کسان یې ووژل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې د یکشنبې په ورځ په یو بیان کې وویل چې «په یمن کې د امنیتي وضعیت د خرابیدولو له امله یې» خپل کارکونکي په موقتي توګه بل ځای ته استولي دي.

د امریکا د خاصو ځواکونو ۱۰۰ عسکر د الاناد په هوايي اډې کې دیره وو. په دغه هوايي آډې کې امریکا د ډرون الوتکې درلودي چې د په یمن کې یې په القاعدې باندې د بریدونو لپاره ورنه کار اخیست.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ويلي دي چې امریکا به په یمن کې په فعاله توګه د تروریستانو د ګواښونو څارنه وکړي او امریکا دا قابلیت هم لري چې د دغو ګواښونو په مقابل کې عمل وکړي.

شیعه یاغیانو، د پخواني ولسمشر علی عبدالله صالح د پلویانو په ملاتړ، نن د یمن دریم لوی ښار تعز او هوایي ډگر ونیول.

د ملګروملتونو د امنیت شورا به نن د یمن په وضعیت باندې بیړنۍ غونډه وکړي.

XS
SM
MD
LG