د لاس رسي وړ اتصالات

په یمن کې شیعه یاغیانو پارلمان ړنګ کړ


د حوثي ملیشو د پارلمان د ړنګولو له اعلان نه وروسته وویل چې یوه پنځه کسیزه شورا جوړوي چې د هېواد چارې پر مخ بوځي.
د حوثي ملیشو د پارلمان د ړنګولو له اعلان نه وروسته وویل چې یوه پنځه کسیزه شورا جوړوي چې د هېواد چارې پر مخ بوځي.

د یمن شیعه یاغیانو د دغه هېواد پارلمان ړنګ کړ او د جمهوري ریاست نوې شورا جوړوي.

وروسته له هغه چې د حوثي ملیشو اعلان وکړ چې یوه پنځه کسیزه شورا به د سنیانو په اکثریت لرونکي هېواد کې د دوو کلو لپاره دهېواد د مشرتابه چارې پرمخ بیایي، د پلازمینې صنعا اسمان د خوشالۍ اورلوبو روښانه کړی و.

د تلویزون یو ویاند جمال السودي پر تلویزون دغه اعلان ولوست "مونږ انقلابي کمیټه او ملي انتقالي شورا جوړوو چې ۵۵۱ غړي به ولري چې په انتقالي دوره کې به د ړنګې شوې ولسي جرګې او د جموري ریاست په ځای کار کوي."

د انصارالله په نامه د حوثي یاغیانو د ډلې د مشر عبدالمالک الحوثي ورور یحی الحوثي چې د جمهوري ریاست په ماڼۍ کې یې خبرې کولې وویل د نوي انتقالي دورې اعلان به د یمن په تاریخ کې له سیاسي او اقتصادي پلوه یوه تاریخي مرحله وي.

هغه وویل "دا اعلان به له سیاسي او اقتصادي لحاظه د یمن د خلکو په تاریخ کې یو نوی او تاریخي پړاو پرانیزي. د دغې ورځې لپاره له تطرو څلورو کلونو راهیسې هڅې روانې وې او ټول هغه څه مو چې په تېرو څلورو کلونو کې کړي د همدې ورځې لپاره وو. او د دې هرڅه پیل د اساسي قانون اعلان دی."

یو شمیر خلک چې د حوثیانو مخالفت کوي په جنوب لویدیځ ښار تایز کې راټول شوي وو.

یو مظاهره کوونکي صادق احمد علي وویل "مونږ په دې خاطر سړکونو ته راوتلي یو چې د حوثي ملیشو له خوا د غیر قانوني اعلان په وړاندې خپل مخالفت څرګند کړو. دغه مظاهره د یوه انقلاب پیل دی چې یمن له دغې ډلې ازاد کړي."

د امریکا متحده ایالاتو د حوثیانو د جمعې د ورځې پلان رد کړی دی.

د امریکا له ملاتړه برخمن منصور هادي نور د ولسمشرۍ په څوکۍ کې ندی پاتې، تېره میاشت وروسته له هغه چې حوثي یاغیانو د جمهوري ریاست ماڼۍ ونیوله، ولسمشر او د هغه کابینه یې استعفا کولو ته اړ کړه.

په یمن کې له سیاسي بحران سره سره، د امریکا ولسمشر بارک اوباما ژمنه کړې چې په دغه هېواد کې به د ترهګرۍ په وړاندې عملیاتو ته دوام ورکړي.

XS
SM
MD
LG