د لاس رسي وړ اتصالات

د عربو پاڅون د یوه کس د مرګ نه پیل شو


د عربو پاڅون د یوه کس د مرګ نه پیل شو
د عربو پاڅون د یوه کس د مرګ نه پیل شو

په عربي نړۍ کې د خلګو د پاڅونونو لړۍ هغومره د نه اټکل وړ وه لکه اوس چې د نړۍ په دې برخه کې روان کړکیچونه دي. په دې سیمه کې د اوږدې مودې پاچاینې وړنګې شوې او ځینې یې په حساسو شیبو کې دي. خلاصه عربي نړۍ د تل دپاره بدله شوه. د امریکا غږ خبریالې الیزیب اروټ په دې سیمې کې د تیرکال ټولو پېښو ته د نږدې کتنه کړې ده.

د عربو پاڅون د روان کال د جنورۍ په میاشتې کې د یوه کس د مرګ نه پیل شو. په تونس کې خلګ د هغه ځوان کس په طرفدارۍ لارو کوڅو ته راووتل چې په سیستم کې د ظالم او استبداد په خاطر یې ځان ته اور واچوی. هغه یو غریب میوه پلورونکی و.

د دې غریب ځوان مرګ یوه داسي تحریک ته ژوند ورکړ چې د منځني ختيځ او شمالي افریقا تاریخ او مسیر ته یې تغییر ورکړ.

په دې سیمې کې د لسیزو راهیسي سیاسي ژوند نسبتا آرامه و. حکومتونه د څو بډایو کسانو په لاس کې وو او ټولو دا هیله درلوده چې خپل زامنو ته تاج او شان و شوکت ورپرېږدي. داسي معلومیده چې دغه به د منځني ختیځ برخلیک وي او د تل دپاره به همدغسي پاته وي. خو داسي نه وه او په دې سیمې کې ټولو شیانو بدلون وموندی.

د ظلم او استبداد پر ضد پاڅون د کلونو راهیسي د پیلیدو په حال کې و او یو داسي مرحله راورسیده چې نورو خلګو بل چاره نه درلوده.

د بشري حقوقو د سازمان څخه حیبا مورایف داسي وايي: ،،عربي پاڅون ته یا چې اوس په رسنیو کې ورته د عربو پسرلی وايي یوه شي قوت او لمڅونه ورکړه او هغه په تونس، مصر، لیبیا او سوریې کې د هغو کسانو زړوتیا ده چې په سن کې ځوانان دي او دې ته آماده دي چې د خپلو حقوقو، آزادۍ او انساني نورمونو په خاطر خپل ځانونه د لاسه ورکړي. دوي په هر ښار کې لیدل کېږي چې د وسله والو امنیتي ځواکونو په مقابل کې راوړلایږي.،،

د یادونې وړ ده چې مظاهره کونکو په بیلابیلو عربي هیوادونو کې د یوبل د تجربو نه زده کړې وکړې ځکه دوي ټولو مشترکه وجه درلوده او تر زیاته بریده یې د یوه شان دښمن سره مبارزه کوله.

په قاهره کې د امریکايي پوهنتون څخه سید صادق داسی وايي: ،،په تونس، مصر، یمن، سوریه او لیبیا کې ورته نظامي، استخباراتي، او د پولیسو سیستمونه درلودلل. نو کله چې په داسي یو حالت کې چې دومره مشترکات وی نو طبیعي ده چې په یوې برخې کې یو څه وشي نو بله برخه ورته متوجې وي او عواقب یې تعقیبوي.،،

د یادونې وړ ده چې د عرب پاڅون نه یواځي د ځینو هیوادونو واکمنان له دندې لیري کړل بلکې په سیمه کې یې د پخوا نه پاتو ملګرتیاو او تړونونه ته هم تغییر ورکړ.

د بشري حقوقو د سازمان نه حیبا مورایف بیا داسي وايي: ،،په دې برخه کې یې یو ډول حالت رامنځ ته کړی دی چې د دې نه وروسته به د یو داسي سیمې چې پخوا ډیره باثباته سیمه معلومیده، وړاندوینه ستونزمنه شی. پخوا به دلته دیکتاتورو مشرانو واک خپلو زامنو ته انتقال کړ او نړیوالې ټولنې به هم پر معینو ملګرو باندي تکیه کول چا چې به په سیمه کې د امنیت د خوندي ساتلو ژمنه کوله. . خو اوس دغه تفاهمات په دې سیمه کې له منځه ولاړل.،،

دا اوس هم معلومه نه ده چې په دې سیمې کې روانې مظاهرې به هیلو ته رېښتنې بڼه ورکړي کنه او په لړ کې به یې ولسواکه حکومتونه رامنځ ته شی کنه؟ ځیني په تونس او مصر کې د اسلامي ګوندونو راپورته کیده ډیموکراسۍ ته د انتقالی بهیر غټ خنډونه بولي.

خو یوه خبره په ډاګه شوې ده چې بې ویرې ځوانه طبقه اوس ددغو هیوادونو د نفوسو یوه لویه برخه تشکیلوي او ددې نه وروسته هر نوی مشر باید ددې طبقې سره کار کولو ته اماده ګی ولري.

XS
SM
MD
LG