د لاس رسي وړ اتصالات

٢٠١٥ د افغانستان د کرکټ طلايي کال


د افغانستان د کرکټ عمر نژدې شل کاله دی او دې شلو کالو کې ېې هغو ملکونو ته ماتې ورکړې چې د پنځوس کالو نه هم زیاتې نړیوالې تجربوې لري.

په ٢٠١۴ کې په بنگله دیش کې یې بنگله دیش ته ماتې ورکړه. په دوه زره پنځلسم کې ېې زمبابوې ته اول په زمبابوې او بیا په شارجه کې پرله پسې ماتې ورکړې چې د لوبو لړۍ ېې د ٢٠١٦ کال ته غځیدلې ده.

افغانستان چې رسما د کرکټ د نړۍ د دویمې درجې هیوادونو یا ایسوشیټس په صف کې راځي، د خپلې وړتیا او کورني کرکټ د ودې په اساس ورته د کرکټ د اولې درجې هیوادونو سره د سیالیو زمینه مساعد شوی او ددې فرصت نه یې ډېره ښه گټه اخیستې ده.

افغانستان او ایر لینډ د کرکټ د دویمې درجې هغه ټیمونه دي چې د کرکټ د لسو بشپړغړیتوب لرونکو ټیمونو نه پس زیات مالي امکانات او د سیالیو فرصتونه ورته برابریږي.

د کرکټ نړیوالې شورا د افغانستان کرکټ ټیم بریاوې ستایلي دي
د کرکټ نړیوالې شورا د افغانستان کرکټ ټیم بریاوې ستایلي دي

د دغو فرصتونو نه افغانستان تر دې دمه دومره گټه اخیستې چې د کرکټ بورډ د اجرایوي ریس شفیق ستانکزي په وینا اول به دوي نورو ټیمونو سره د سیالیو دپاره گرځیدل اوس نور ټیمونه دوي سره د سیالیو دپاره اړیکه نیسي.

د ٢٠١٥ کال پیل:

د کال ٢٠١٥ د جنوري د میاشتې جریان کې افغانستان په دوبۍ کې د اروپايي سیالیو ټیمونو ایرلینډ او سکاټ لینډ سره درې اړخیزه ټورنامنټ کې گډون درلودو.افغانستان په څلورو کې دوه سیالۍ وگټلې. چې هر یو مقابل ټیم ېې یو یو ځل مات کړ.

نړیوال جام کې گډون

افغانستان د کال ٢٠١٥ د کرکټ مهم خبر د کرکټ په نړیوال جام کې گډون و،افغانستان په لومړي ځل د یو ورځنیو کرکټ سیالیو په نړیوال جام کې گډون یوه تاریخي موقعه وه،چې افغانستان پکې د کرکټ د اولې درجې هیوادونو بنگله دیش، سريلانکا، اسټرالیا،نیوزيلینډ او انگلستان سره سیالۍ وکړې.

افغانستان د دویمې درجې ملکونو د جملې نه اول ټیم شو چې په د کرکټ په نړیوال جام کې په لومړي گډون کې ېې یوه سیالي هم وگټله. افغانستان ته دغه بریا د خپل سیال ټیم سکاټ لینډ په مقابل کې د سمیع الله شینواري د غوره لوبې په برکت نصیب شو. خو د بري منډه شاهپور ځدران وکړه، چې د خوشالۍ تصویر ېې د کرکټ د کال ٢٠١٥ په غوره تصویرونو کې شمار شو.

د کال ٢٠١٥ د کرکټ غوره تصویر ،شاهپور ځدان د نړیوال جام د یوې سیالۍ د بري په وخت
د کال ٢٠١٥ د کرکټ غوره تصویر ،شاهپور ځدان د نړیوال جام د یوې سیالۍ د بري په وخت

د کرکټ نړیوال جام ٢٠١٥ سیالۍ چې په اسټرالیا او نیوزیلانډ کې په شریکه ترسره شوې، افغانستان په خپل لومړي گډون سره د نړیوالو پام ځانته را وگرځوه. د سري لنکا سره شوې سیالۍ خو تر دې حده رسولې وه چې د گټلو چانس ورته برابر شوی و،نړیوالو رسنیو افغانستان د کرکټ د آسمان د نوي ستوري په نوم یاد کړ.

د کرکټ بورډ اجرایوي رئیس شفیق ستانکزی وايي چې نړیوال جام کې گډون پخپله د دوي په نظر هغه هومره بریالی نه و څومره چې دوي گڼلو. نو ځکه ېې د جام نه پس ېې د دې سیالیو ژور جاج واخیست او څرگنده بدلونونه ېې راوستل چې گټې ېې لا ورایه ولیدل شوې.

د ٢٠١٦ شل اوریز جام غوراوي سیالۍ:

افغانستان د ٢٠١٥ په نړیوال جام کې د گډون نه څو میاشتې پس د کال ٢٠١٦ په شل اوریز جام کې هم ځانته ځای پوخ کړل. دا ځل ېې ایر لینډ او سکاټ لینډ کې د کرکټ د نړیوال شل اوریز جام د غوراوي سیالیو په لومړیو دریو سیالیو کې کوربه سکاټلینډ، متحده عربي اماراتو او هالینډ ته ماتې ورکړې.

خو د دوه سیالیو په وخت د باران کیدو او عمان خلاف د ماتې او ورپسې د هانگ کانگ نه هم اخري اورر کې د شکست نه پس د شپږو ټیمونو په جمله کې پنیځم مقام سره هند کې کیدونکي نړیوال شل اوریز جام ته ورسید. چې دا به ېې دغو سیالو کې څلورم ځل گډون وي.

افغانستان همدا شان د ایلیټ جام په سیالیو کې هم هالینډ ،عربي اماراتو،سکاټ لینډ،او پي این جي ته ماتې ورکړه اوپنیځم مقام ېې واخیست.چې دې سیالبیو کې شهزاد توپ وهونکو او محمد نبي د توپ اچونکو په سر کې ځانته ځای گټلی.

افغانستان د دویمې درجې هیواد زمبابوې ته زمبابوې کې ماتې ورکړه او تاریخ ېې ولیکه
افغانستان د دویمې درجې هیواد زمبابوې ته زمبابوې کې ماتې ورکړه او تاریخ ېې ولیکه

انټرکانټیینټل کپ سیالۍ

دا وخت د نړۍ لس ټیمونه چې د کرکټ د نړیوالې شورا دایمې غړیتوب لري نو ورسره د کرکټ د پینځه ورځنیو یا ټیسټ سیالیو حق هم لري. خو د کرکټ نړیوالې شورا د ژمنې سره سم کال ٢٠١٨ کې به یو بل ټیم هم د کرکټ د ټیسټ درجه اخلي. خو دې دپاره شرط دا دی چې افغانستان په شمول د دویمې درجې اته ټیمونه به د یو بل سره څلور ورځنۍ کوي او هر یو ټیم چې کال ٢٠١٧ ستمبر پورې د دې سیالیو په نتیجه کې اول مقام ولري نو د بشپړ غړیتوب لرونکي هیواد سره به ورته د ټیسټ سیالیو لړۍ برابریږي.

افغانستان دې کال کې د انټر کانټینټل کپ سیالیو کې یوه سیالي د سکاټ لینډ په میدان وکړه چې مساوي ختمه شوه.خو پواینټونه نه ېې شلو کې اووه وگټل.

بیا ېې د پي این جي سره عربي اماراتو کې سیالي درلوده چې د افغانستان په گټه پای ته ورسیده او شل پواینټه ېې هم واخیستل چې دې سره د اتو ټیمونو په لړ کې دوه سیالیو نه پس ایر لینډ او هالینډ نه پس دریم مقام ل‏ري.

زمبابوې ته سفر:

افغانستان د اکتوبر په میاشت کې د کرکټ د نړیوالې شورا زمبابوې سره د هغوي کور کې د یو ورځنیو پینځه سیالۍ او د شل اوریزو دوه سیالۍ ترسره کړې. چې دا په لومړي ځل د دویمې درجې د یو هیواد او د اولې درجې د ټیم ترمنځ لومړۍ مکمل سیریز یا د سیالیو بهیر و، چې د افغانستان په گټه تمام شو. افغانستان د کرکټ په تاریخ کې لومړی د دویمې درجې هیواد ثبت شو چې د اولې درجې ټیم ته د کرکټ سیریز کې ماتې ورکوي. هغه هم د یو ورځنیو او شل اوریزو دواړو کې .افغانستان د یو ورځنیو سیالیو لړۍ درې دوه او د شل اوریزو سیالیو لړۍ دوه صفر وگټله.

د زمبابوې کرکټ ټیم په خپل کور کې د افغانستان په لاس د ماتو د بدل اخیستو دپاره شارجه ته ورسید. چې د سیالیو د پیل نه وړاندې ېې روزونکي ډیوډ وایټمور ویلي وو چې افغانستان نه به پنیځه صفر لوبې گټي او شکست فاش به ورکوي. خو د حمزه هوتک او محمد شهزاد د غوره لوبې په برکت ېې اوله او دویمه سیالي وبایلله او دریو نورو سیالیو ته د نوي کال انتظار کوي.

افغانستان د کرکټ د انټرکانټینټل کپ دریم مقام ته ورسید
افغانستان د کرکټ د انټرکانټینټل کپ دریم مقام ته ورسید

په همدې کال کې د افغانستان د کرکټ نولس کلن هند کې د بنگله دیش او هند د کرکټ د سیالیو ټیمونو سره یو ورځنۍ سیالئ وکړې،سیالي خو ېې یوه هم ونه گټله خو هند سره د کرکټ د اړیکو پیل وکړ .خو بیا ېې د زمبابوې سره د کرکټ د نولس کلنو لوبغاړو ټیم سره د یو ورځنیو سیالیو لړۍ درلوده چې ټولې سیالۍ ېې وگټلې.

مشکل حریف:

په کال ٢٠١٥ کې د افغانستان خراب وخت د هانگ کانگ په وړاندې تیر شو. چې د کرکټ د شل اوریزو جام د غوراوي په سیالیو کې د ماتې خوړو نه پس ېې متحده عربي اماراتو کې دریو شل اوریزو سیالیو یوه سیالي هم د هانگ کانگ نه بایلوده. همدغه هانگ کانگ به د کرکټ د شل اوریز جام د سیالیو لومړي پړاو په گروپ کې د افغانستان سره مخامخ کیږي.

افغانستان عمان سره د کال په اخر کې دوه شل اوریزې سیالۍ درلودې چې د دواړه ېې ترې وگټلې. چې د ځوان لوبغاړو عثمان غنی او یامین احمدزي سېد شیرزاد او محمد شهزاد برخه د یادولو ده.

د کرکټ بورډ د نوې ادارې یو کال

په کال دوه زره پینځلسم کې د افغانستان د کرکټ بورډ د اوسنۍ ادارې چې مشري ېې ښاغلی نسیم دانش کوي او اجرایوي ریاست ېې د ښاغلي شفیق ستانکزي په غاړه دی،خپل لومړۍ کال پوره کړ. کرکټ بورډ خپل دغه کال د کور دننه او بهر د بریاو او لاسته راوړونو ډک کال یاد کړیدی. چې د کورني کرکټ ودې په لړ کې د زونونو په سویه د سیالیو اهتمام او د شپږیزې ټورنامنټ د یادولو وړ بولي. سږ کال د سپین غر پړانگان د شپږیزې د شل اوریز داخلي ټورنامنټ اتل شو.

نسیم دانش د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي ریس
نسیم دانش د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي ریس

د یادونې وړ ده چې سږ کال د شپږیزو سیالیو د الکوزي د شرکت په مالي ملاتړ تر سره شوې. د الکوزي شرکت د افغانستان د کرکټ بورډ سره یو اعشاریه درې میلونه ډالرو تړون وکړ، چې د افغانستان د کرکټ بورډ د اجرایوي ریس شفیق ستانکزي په وینا نه یوازې د افغانستان کرکټ بورد د بودیجې کسر ېې ورته پور کړل. بلکې د افغانستان کرکټ ته ېې یو قوي ملاتړ هم ورکړ،چې په نتیجه کې ېې نړیوالو سیالیو کې د افغانستان مالي مرستیالي او د تلویزون د لارې د سیالیو په ژوندۍ بڼه نشرول هم ممکن شو.

د کال ٢٠١٥ مهم خبرونه

دې کال کې د افغانستان د کرکټ خارجي روزونکي اینډي مولز او پیټر اینډر سن لاړل او د هغو په ځای د پاکستان پخواني لوبغاړی انضمام الحق او د هندوستان پخوانی توپ اچونکی منوج پربهاکر راغلل. د کرکټ د ملي ټیم کپتان هم بدل شو اود کپتانۍ تاج د محمد نبي عیسي خیل د سر نه د اصغر ستانکزي په سر کیښودل شو. محمد نبي پخپله د کپتانۍ د مسولیت نه لاس واخیست ترڅو په ښه توگه لوبه وکړي. د محمد نبي پخپله خوښه د کپتانۍ پریښودو دا گام بې سارۍ بلل شوی او ستایل شوی. محمد نبي دې کال کې د بنگله دیش په پریمیر لیگ کې برخه واخیسته او د پاکستان سوپر لیگ سیالیو کې هم د کویټې د ټیم کې هم اخیستل شویدی.

همداراز د افغانستان ملي ټیم لوبغاړي شاهپور ځدران په انگلستان کې شوو کرکټ فار هیروز کرکټ سیالۍ کې د افغانستان لخوا گډون وکړ. همداراز د افغانستان ملي ټیم لوبغاړی محمد شهزاد کال ٢٠١٥ کې شل اوریزو سیالیو د نړۍ د ټولو نه زیاتې منډې جوړونکی هم وبلل شو. د افغانستان بل لوبغاړی میرویس اشرف کال ٢٠١٥ کې د اقتصادي توپ اچونکی شو یعني هغه بالر چې یو اوور کې ېې اوسط په اساس ټولو نه کمې منډې ورکړې وي.ورسره د افغانستان توپ اچونکی دولت ځدران د کال ٢٠١٥ د شل اوریزو سیالیو په غوره توپ اچونکو کې راغی.همدا شان محمد نبي عیسي خیل او دولت ځدران د حمید حسن نه پس دویم او دریم افغان لوبغاړي شو چې یو ورځنیو سیالیو کې ٥٠ وکټې واخلي.

شفیق ستانکزی وايي چې نوی کال به د کرکټ د نوو زیريو سره راځي
شفیق ستانکزی وايي چې نوی کال به د کرکټ د نوو زیريو سره راځي

محمد شهزاد که د کال ٢٠١٥ د غوره لوبغاړی یاد شي نو ناسمه به نه وي. هغه په دې کال کې شل اوریزو او یو ورځنیو دواړو سیالیو کې غوره لوبه کړې . په ځانگړې توگه شل اوریزو کې ېې ٢٩٧ منډې کړي چې هره سیالۍ ٢٧ منډو اوسط او د ١٥٦ منډو سټرایک ریټ ساتلی. شهزاد د وکټو شاته هم ١٢ لوبغاړي سوزولي. چې دا د یو وکټ ساتونکي دپاره د دې کال ریکارډ دی.

د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم کپتان اصغر ستانکزي هم کال ٢٠١٥ کې ٢٢٧ منډې کړي چې شل اوریزو کې د پنیځم لوبغاړی شمارل کیږي.

د کال ٢٠١٥زیري

په کال ٢٠١٥ کې چې د افغانستان کرکټ بورډ کوم زیري ولس ته ورکړي هغې کې یو هم د هندوستان سره د کرکټ لوبغالي په اړه وه چې نوي دهلي کې د نیواډا لوبغالی دی چې د افغانستان د کرکټ د دویم کور لوبغالي په توگه به وي. دا وخت افغانستان شارجه کې د کرکټ میدان هم د کور میدان به توگه کاروي. افغانستان به د راتلونکی شل اوریز نړیوال جام دپاره په هند کې تمریني سیالۍ کوي

د افغانستان د کرکټ بورډ عمومي ریس نسیم دانش وايي چې کال ٢٠١٥ کې دوي د کرکټ مینه والو سره خپلې کړې ژمنې پوره کړي. د زمبابوې سره د کرکټ سیالۍ مو په تلویزون په ژوندۍ بڼه وښودې. متحده عربي اماراتو سره د ویزو مشکل مو حل کړ. د ځوان لوبغاړو دپاره مو سفرونه برابر کړل. د افغانستان د کرکټ پینځو لوبغاړو د امریکا په داخلي کرکټ یو ایس اوپن کرکټ سیالیو کې برخه واخیسته او د سولې سفیران یاد شول. د هند صدراعظم کابل کې خپله وینا کې د افغانستان د کرکټ بریاوې یادې کړې، چې دا د افغانستان دپاره یو ستر ویاړ دی .

د امریکا یو ایس اوپن کرکټ سیالیو کې په لومړي ځل د پینځو افغان لوبغاړو گډون
د امریکا یو ایس اوپن کرکټ سیالیو کې په لومړي ځل د پینځو افغان لوبغاړو گډون

افغانستان به نوي کال کې اول بنگله دیش کې د جنوري په میاشت کې د کرکټ د نولس کلنو لوبغاړو د یو ورځنیو سیالیو په نړیوال جام کې گډون کوي، بیا به ملي ټیم په بنگله دیش کې د اسیا جام د شل اوریز جام دپاره غوراوي سیالیو کې گډون کوي. چې د گټلو په صورت کې به ېې فروري د میاشتې اخر کې اسیا جام کې گډون کوي. ورپسې به د مارچ په میاشت کې هند کې د کرکټ په شل اوریز جام کې گډون کوي.

د افغانستان د کورني کرکټ شل اوریزې سیالۍ د سپین غر زمریانو وگټلې
د افغانستان د کورني کرکټ شل اوریزې سیالۍ د سپین غر زمریانو وگټلې

د کرکټ د مینه والو غوښتنې او اعتراضونه

که یو خوا افغانستان کرکټ بورډ ادعا لري چې دوي خپل تر وسه کوشش کړی چې کورنۍ او نړیوال کرکټ دواړه پرمخ لاړ شي. خو د کرکټ مینه وال غواړي چې زیات نه زیات مهمو ټیمونو سره سیالۍ برابرې شي. چې د کرکټ بورډ په وینا ډېرو ټیمونو سره خبرې روانې دي چې نوي کال کې به ېې نتیجې ولیدل شي. بله غوښتنه ځوان لوبغاړو ته په ملي ټیم کې د گډون غوښتنه ده،چې د کرکټ بورډ مسولینو په وینا دوي زمبابوې سره سیالیو کې حمزه هوتک ،یامین احمدزي، روښان بارکزي، راشد ارمان او نواز خان غوندې لوبغاړو ته چانس ورکړی او په میدان ېې وړتیا ټول ویني.

د افغانستان د کرکټ مینه وال د شپږیزې کورني کرکټ ټورنامنټ د نومبر په میاشت کې کول او زیاتې سیالۍ د باران له کبله پاتې کیدل د کرکټ بورډ ناسم پلان یادوي خو د کرکټ بورډ مشرتابه بیا دا پړه د ټورنامنټ په تمویلونکو اچوي چې د بودیجې په وخت نه جاري کیدو لوبې ستمبر نه نومبر ته وځنډیدې.

دریم شکایت متحده عربي اماراتو ته د افغان لوبغاړو په وخت نه رسیدل او هانگ کانگ خلاف دوه ځله شکست هم یادوي. چې ځواب کې ېې ویل کیږي متحده عربي اماراتو ویزې اخیستل د دوي د اختیار نه بهر وې چې په ډېرو کوششونو او ملاقاتونو ېې د ځنډ سره ترلاسه کړې.

د کال ٢٠١٥ پای شارجه کې د بریایو سره وشو
د کال ٢٠١٥ پای شارجه کې د بریایو سره وشو

د افغانستان کرکټ بورډ قیادت ژمنه کوي چې نوي کال کې به د مینه وال زیاتره غوښتنې پوره او شکایتونه رفع شي.

نوی کال او نوې هیلې

افغانستان دا وخت د کرکټ د شل اوریزو سیالیو په نړیواله درجه بندۍ کې په نهم او یو ورځنیو سیالیو کې په لسم مقام ولاړ دی.

کال دوه زره پنځلسم پای ته ورسید خو د افغانستان د کرکټ د بریاو لړۍ لا هم روانه ده او د افغانستان د کرکټ مینه وال هیله لري چې نوي کال کې به د دوي ملي ټیم ورته نوي زیري راوړي او دوي به د خپل کور دننه او بهر نورې خوندورې سیالۍ ووني او ځوان لوبغاړي به ېې نوي میدانونه وگټي.

  • 16x9 Image

    مطیع الله عابد

    مطیع الله عابد  د کال ٢٠٠٢ نه د امریکا غږ آشنا راډیو پښتو خپرونو سره کار کوي. عابد چې د افغانستان د کندوز ولایت دی د پیښور پوهنتون نه ېې د ژورنالزم ماستر ډگري اخیستې. عابد د خبریالۍ سره سره لیکوالي هم کوي چې زیاتره ځوانانو او د کرکټ لوبې په اړه وي.
XS
SM
MD
LG