د لاس رسي وړ اتصالات

د یمن پراستخباراتو حمله شوې


د یمن پراستخباراتو حمله شوې
د یمن پراستخباراتو حمله شوې

چارواکي وایی وسله والو په عدن کي د استخباراتو په ودانۍ باندي حمله وکړه او څو تنه یې ورسره وتښتول.

د یمن د استخباراتو په ودانۍ حمله شویده.

د یمن امنیتي چارواکي وایی چی وسله والو کسانو د عدن په جنوبي ساحلي ښار کي د استخباراتو په ودانۍ باندي حمله وکړه او څو تنه یې ورسره وتښتول.

مامورینو وویل چی وسله وال کسانو نن د شنبې په ورځ په دغي ودانۍ باندي حمله وکړه، لږترلږه لس کسه یې ووژل چی شپږ پولیسان هم په کي شامل وو.

چارواکي وایی دوي باور لري چی دغه وسله وال سړي چي توپک او لاسي بمونه او ددغو بمونو د وارولو وسیلې ورسره وې، د القاعدې سره اړه لري.

عیني شاهدان وایی چی دوی د حملې په وخت د ټوپکو متقابلي ډزي اوریدلې او د سیمي نه دودونه هم را پورته کیدل.

XS
SM
MD
LG