د لاس رسي وړ اتصالات

په یمن کې د القاعدې سره په جګړه کې ۷۸ عسکر وژل شوي


د یمن مامورین وایي چې د حکومتي عسکرو او د القاعدې د جگړه مارانوتر منځ د هیواد په جنوبي برخه کې سخت جنگ شویدی لږ ترلږه ٧٨ عسکر په کښي وژل شوي او٢٠ کسه جگړه ماران پکښي ټپیان شویدی.

پرون هغه وخت د ابیان په ایالت کی جگړه وشوه چې جگړه مارانو زنجبار ته نژدې په یوې نظامي پوستې باندی د موټر بم څو حملې وکړی.

دغه مامورین وایی چې پوځي روغتون په زخمي عسکرو او مړو ډک ؤ.

دغه مامورین وایي جگړه مارانو د پوځي اډی نه چې حمله یې ورباندی وکړه ټوپک ، راکټونه د توپخانې وسایل او زرهدار موټرونه یوړل.

وروسته د عسکرو په ضد د ځینو درنو وسلوو نه کار واخیستل شو.

د القاعدې جگړه مارانو د تیرې مې په میاشتې کې زنجبار په داسي حال کی تر خپل کنترول لاندې راووست چې حکومت د پخواني ولسمشر علی عبدالله صالح د استبدادي واکمنۍ په ضد په درست هیواد کې د احتجاج کوونکو په ځپلو بوخت و.

د یمن حکومتي قواوې د هغه وخت راهیسي تر اوسه پوری هلی ځلی کوی چې زنجبار بیرته ونیسي.

XS
SM
MD
LG