د لاس رسي وړ اتصالات

په یمن کې قبیلوي خلګو د تیلو پایپ لاین الوځولی


په یمن کې قبیلوي خلګو د تیلو پایپ لاین الوځولی

په یمن کې قبیلوي خلګو د تیلو پایپ لاین الوځولی

په یمن کي امنیتي منابع وایي چې قبیلوي خلکو له دې کبله چی حکومتي قواوو د القاعدې په طرفدارانو باندي حمله کړې، د انتقام اخیستو د پاره د تیلو یو پایپ لاین الوځولی دی.

چارواکو وویل چی د یمن په ختیځ کی د ( معارب ) په ولایت کی قبیلوي خلکو دغه پایپ لاین نن د شنبې په ورځ وروسته له هغه په بمونو والوځاوه چی حکومتي قواو د هغو قبیلوي مشرانو د کورونو تلاشي وکړه چی فکر یې کاوه د القاعدې غړي به په کی پټ سوي وي.

د تیري چهارشنبې په ورځ څه دپاسه شل کسه هغه وخت زخمیان سول چی امنیتی قواو د یمن په ختیځ کی د قبیلوي خلکو سره په داسي حال کی نښته وکړه چی د حسن العاقلي د نیولو د پاره ورغلي وې.

په العاقلي باندی تور لگیدلی چی د تیري شنبې په ورځ یې د پوځ یو لوړ رتبه صاحب منصب ( ډگروال محمد صالح الشایف ) په یوه پټه حمله کی وژلی و.

XS
SM
MD
LG