د لاس رسي وړ اتصالات

د الحوثي یاغیانو په یمن کې نور جګړه ییز پرمختګ کړی


په صنعا کې د جگړې نه وروسته، امنیتي چارواکو د یمن جنوبي بندري ښار عدن ته د هوا، سمندر او وچې ټولې لارې تړلې دي.
په صنعا کې د جگړې نه وروسته، امنیتي چارواکو د یمن جنوبي بندري ښار عدن ته د هوا، سمندر او وچې ټولې لارې تړلې دي.

د شیعه ډلې مشر وایي ډله یې غواړي چې د هغه په وینا هیواد له اداري فساد او ملوک الطواینه خلاص کړي. خو نړیوالې ټولنې دا تاوتریخوالې غندلی دی.

یو سیمه ئیز تلویزوین رپوټ ورکړ چې په صنعا کې د جگړې نه وروسته، امنیتي چارواکو نن چهار شنبې د یمن جنوبي بندري ښار عدن ته د هوا، سمندر او وچې ټولې لارې تړلې دي.

د عدن دهوایي ډگر مشر وویل چې هوایي ډگر د سمیه ئیزو چارواکو په امر له سهار راهیسي تړل شوی دی.

زیات ملکي کورونه د هغو بریدونو په وجهې زیانمن شوی چې هدف یې د جمهوري ریاست ماڼۍ او نور مرکزونه و.
زیات ملکي کورونه د هغو بریدونو په وجهې زیانمن شوی چې هدف یې د جمهوري ریاست ماڼۍ او نور مرکزونه و.

خو په صنعا کې خلک پر حکومت باندی د دوامدارو بریدونو د بیا پیل له کبله اندېښمن دي. عارف عبدالباري د صنعا د ښار یو اوسیدونکی پدې اړه وایي، «مونږ او ټول یمنیان پرون د جگړو په وجهې اندېښمن شوو،او د اندېښنی خبره هم ده.»

په همدې اونۍ کې زیات ملکي کورونه د هغو بریدونو په وجهې په توپونو لگیدلي چې هدف یې د جمهوري ریاست ماڼۍ او نور مهم پوځي مرکزونه وو.

د یاسین په نوم د صنعا بل اوسیدونکی پر ملکي استوگنځایونو باندې د بریدونو د غندلو په ترڅ کې وویل، «په ملکي ساحو کې دا بریدونه، یو ناوړه خبر دی. په ځانگړې توگه په هغه سرک باندې چې اکثراً د خلکو زیاته گڼه گوڼه پرې وي. دا ډیره د خپگان وړ ده.»

د الحوثي د غورځنگ وسله وال جنگیالي د جمهور رئیس عبد ربه منصور هادي د کور نه بهر دریدلي وو. عیني شاهدان او پولیس واېي د جمهوري ریاست د ماڼۍ امنیت به ددې ودانۍ د خاصؤ گاردانو له خوا نیول کیدو.

د یمن الحوثي جنگیالیو د جمهور رئیس منصور د کور د محافظت اختیار نن چهارشنبې اخستې، خو واېي دوئ هغه له واکه ندې لرې کړې.

تردی مخکې دوه ورځې جگړې وشوې چې شیعه ډلې په پلازمینه کې مطلق کنترول خپل کړ.

پرون د خپل زور د نندارې نه وروسته د الحوثیانو د ډلې مشر، عبدالملک الحوثي، د یوې تلویزیوني وینا په ترڅ کې جمهور رئیس هادي ته خبرداری ورکړ چې هغه باید د واک د ویش معامله، کله چې د هغه وسله والو ملاتړو په سپتمبر میاشت کې پلازمینه ونیوله، عملی کړي.

هادي چې د لویدیځې نړۍ ملگری او په یمن کې د القاعده د شبکې پر ځالو باندې د امریکایي بی پیلوته الوتکو د بریدونو کلک پلوی دی، د الحوثي د ډلې سره هم، د اساسي قانون د مسودې په سر، چې ددوي سره د لسیزو اوږدې جگړې او ددې ډلې د شاته پاتې والی په تړاو ورباندی نیوکې کیدلې، په تضآد کې شول.

د یمن جمهور رئیس عبد ربه منصور هادي په دوه زره دولسم کې د ملگرو ملتونو او د خلیج د شورا له خوا وټاکل شو
د یمن جمهور رئیس عبد ربه منصور هادي په دوه زره دولسم کې د ملگرو ملتونو او د خلیج د شورا له خوا وټاکل شو

په یمن کې د الحوثیانو د ډلې مشر عبدالملک الحوثي د یوه تلویزیوني پیام په لړ کی خلکو ته وویل، «همکاري یوه ملي اړتیا ده. او دا ددې دپاره مهمه ده چې د سیاسي استبداد او ظلم مخه ونیسي».

نړیوالې ټولنې هم ددوي په لاس د وروستیو تاوتریخوالو غندنه کړې ده.

ملگرو ملتونو هم دا برید پرون وغانده او پر برید کونکې ډلې باندې یې غږ وکړ چې حکومتی نسول شوي چارواکي دی ژر تر ژره خوشي کړی.

د ملگرو ملتونو د عمومی منشي ویاند هم پدې اړه غبرگون وښود. هغه وویل، «د ملگرو ملتونو عمومی منشی ټولې خواوی دیته هڅوی چې په یمن کې دې د هغه د ځانگړي سلاکار سره په تماس کې اوسي تر څو د عمومي منشي د دفتر، د خلیج د همکارۍ شورا او د ملگرو ملتونو د امنیت شورا سره پدې برخه کې همکارۍ ته دوام ورکړي.»

د یمن جمهور رئیس عبد ربه منصور هادي د قومي درجې او شهرت نه پرته، یو لوړ پوړی پوځي منصبدار دی.

هغه په دوه زره دولسم کې د یوه ټولنیز شخصیت په توگه د سولې د هغه پلان لاندې د جمهوري ریاست دپاره وټاکل شو چې د ملگرو ملتونو او د خلیج د شورا له خوا یې پیشنهاد شوی و.

XS
SM
MD
LG