د لاس رسي وړ اتصالات

سعودي له پاکستان نه جنگي الوتکې، بېړۍ او عسکر غواړي


د پاکستان اردو

د پاکستان اردو

سعودي د یمن په جګړې کې له پاکستان څخه د الوتکو، جنګي بېړیو او سرتېرو غوښتنه کړې ده.

د پاکستان د ددفاع وزیر خواجه آصف د دوشنبې په ورځ په پارلمان کې دا خبره وکړه، د پارلمان د دغې ځانګړې غونډې د بحث اصلي موضوع دا وه چې ایا پاکستان د یمن په جګړې کې ور ودانګي کنه؟

د دفاع وزیر آصف سعودي ته د پاکستان د لوړ پوړي سیاسي پلاوي مشري کوله، ده یو وارې بیا خپل دریځ روښانه کړ چې پاکستان به له سعودي څخه دفاع کوي.

سره له دې چې اسلام آباد د ریاض سره نژدې او اوږده ملګرتیا لري، خو تر دې دمه یې د یمن له جګړې ځان لېرې ساتلی او د خبرو له لارې یې د ستونزو پر هواري ټېنګار کړی دی.

پاکستان وايي په هېڅ هغې جګړې کې به برخه وانخلي چې د مذهبي ستونزو اور ته لمن وهي.

دفاع وزیر خواجه اصف د پاکستان په پارلمان کې وویل " په دې کې شک نشته که د سعودي ځمکني حاکمیت ته کومه ستونزه پېدا شي، پاکستان به یې تر څنګ ولاړ وي. سعودي زموږ څخه د الوتکو، سمندري بېړیو او ځمکني عسکرو د استولوغوښتنه کړې ده. "

د پاکستان صدراعظم نواز شریف تېره اونۍ د پارلمان د ځانګړې غونډې د رابللو اعلان وکړ او ویې ویل چې د یمن په جکړې کې د پاکستان د ورګډېدو او نه ورګډېدو پرېکړه به له مناسب بحث څخه وروسته وشي.

د پاکستان دریځ ایران اندېښمن کړی

په همدې حال کې ټاکل شوې چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف د چهارشنبې په ورځ اسلام اباد ته ولاړ شي چې په روانو چارو باندې له پاکستاني چارواکو سره وغږیږي.

له شک پرته چې د یمن په جګړې کې د پاکستان د ورګډېدو او نه ورګډېدو موضوع به د ایران د بهرنیو چارو د وزیر د سفر د اجنډا مهم ټکی وي.

تهران، د سعودي په مشرۍ د یمن د شیعه حوثي یاغیانو پر ضد د هوايي بمباریو کلک مخالفت کوي او سعودي په سیمه کې د ناارامۍ په پارولو تورنوي.

سعودي له هغې وروسته په یمن کې په شیعه حوثي یاغیانو هوايي بریدونه پیل کړل چې، هغوی د یمن ځینې سیمې ونیولې او د دغه هېواد ولسمشر سعودي ته وتښتېد.

ریاض بیا تهران له حوثي یاغیانو سره په مرستې تورنوي، خو ایران دا تورنه نه مني.

دا په داسې حال کې ده چې افغانستان هم د یمن په جګړې کې د سعودي د دریځ ننګه کړې ده.

XS
SM
MD
LG