د لاس رسي وړ اتصالات

خټک:د یمن جنګ کې د پاکستان ګډېدل، د سیمې په حالاتو منفي تاثیر کوي


اعجازخټک وايي که پاکستان د یمن جګړې ته پوځ واستوي له ایران سره به هم اړیکې خرابې شي او پر سیمې به هم منفي تاثیرات وکړي.
اعجازخټک وايي که پاکستان د یمن جګړې ته پوځ واستوي له ایران سره به هم اړیکې خرابې شي او پر سیمې به هم منفي تاثیرات وکړي.

پاکستان وايي سعودي ورنه غوښتي چې د یمن جګړې ته دې جنګي بېړۍ، الوتکې او پوځ ورواستوي.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف پر همدغې موضوع د خبرو لپاره د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ سعودي ته تللی و.

د دوشنبې په ورځ د پاکستان په پارلمان کې په دې موضوع جدي بحثونه وشول، د حکومت ځینو مخالفو سترو گوندونو یمن ته د پاکستان د پوځ د استولو کلک مخالفت کړی دی.

د پیښور په پوهنتون کې د نړیوالو چارو د مطالعاتو د مرکز مشر اعجاز خټک وایي که پاکستان یمن ته پوځ واستوي، د تهران او اسلام اباد د اړیکو په خرابوالي سربېره د سیمې پر حالاتو هم منفي اغیز وکړي.

له ښاغلي خټک سره د نزرانې یوسفزۍ مرکه دلته واورئ

please wait

No media source currently available

0:00 0:04:09 0:00
مستقیمه لیکه

XS
SM
MD
LG