د لاس رسي وړ اتصالات

د یمن ولسمشر امریکا ته د تګ نه مخکي د خپل ولس نه بخښه وغوښته


د یمن ولسمشر امریکا ته د تګ نه مخکي د خپل ولس نه بخښه وغوښته
د یمن ولسمشر امریکا ته د تګ نه مخکي د خپل ولس نه بخښه وغوښته

وروسته له هغه نه چې د یمن ولسمشر علي عبدالله صالح د خپل ملت نه د ۳۳ کلنې واکمنۍ پر مهال د تیروتنو بخښنه وغوښته وکړه د آمریکا پر لورې د تداوي په خاطر روان شو.

ښاغلی صالح د پلازمېنې صنعا څخه عمان ته ولاړی او مخکي له دی نه چې نیویارک ته راشي ټاکل شوې چې هلته د لنډې مودې دپاره پاته شي.

د امریکا د باندنیو چارو وزارت پرون د یکشنبې په ورځ وویل چې امریکا ته د ښاغلي صالح راتګ یواځي د روغتیايي تداوۍ په خاطر منظور شوی دی او په امریکا کې به د هغه اقامت د محدودې مودې دپاره وي.

د خپل تګ نه څو ساعته مخکي په یوې تلویزوني وینا کې ښاغلي صالح د خپل ملت څخه بخښه وغوښته او وویل چې ملت دي هغه د ۳۳ کلنې واکمنۍ پر وخت د کړیو سهوو په خاطر وبخښي. نوموړي ژمنه وکړه چې بیرته به یمن ته راځي او د خلګو د کانګرس د ګوند مشرۍ ته به ادامه ورکوي.

ښاغلی صلاح تیر کال د جون په میاشت کې خپل د جمهوري ریاست په ماڼۍ کې د یوې بمي حملې په ترڅ کې سخت ټپي شوي او څه موده په سعودي عربستان کې تداوي کیدی. نوموړي څو ځلي ویلي وو چې د خپلې تداوې په خاطر به امریکا ته ځي.

د یمن د حکومت مخالفینو یو کال مظاهرې وکړې چې هغه د قدرت څخه وغورځوي.

XS
SM
MD
LG