د لاس رسي وړ اتصالات

په یمن کې هم مظاهرې پیل شوي


په یمن کې هم مظاهرې پیل شوي
په یمن کې هم مظاهرې پیل شوي

نن په یمن کی په لسهاو زرو خلکو ددغه هېواد په پاېتخت ، صنعا کی دحکومت پر خلاف او طرفدارئ مظاهرې وکړې. د حکومت مخالفو گوندونو نن دجمهور رییس علي عبداله صالح پرخلاف د قهر او غضب ورځ اعلان کړې ده.

د حکومت مخالفانو دصنعا په پوهنتون کې غونډې جوړې کړې او دا تر ټولو غټې مظاهرې وې چی تراوسه پورې د ښاغلي صالح پرخلاف رابلل کیږي. د یمن خلکو هم دمصر او تونس د خلکو د پاڅون نه الهام اخیستلی دی.

د جمهور رییس علی عبداله صالح طرفدارانو هم په صنعا کې مارش وکړ. جنډې او شعارونه یې نیولي وو او په مخالفانو باندې یې تور ولگوه چې غواړي د یمن امنیت او ثبات گډوډ کړي.

جمهور رییس صالح پرون پارلمان ته په یوه وینا کی اعلان کړی ؤ، کله چې په ٢٠١٣ مېلادی کی دهغه دحکومت اوسنئ دوره پای ته ورسېږی نو بېا به ځان نه کاندیدوي او نه به خپل زوی ته د قدرت دخوشی کولو کوښښ وکړی. علي عبداله صالح چې د تېرو ٣٢ کلونو نه حکومت کوي، د مخالفانو نه یې غوښتلي دي چې خپلې مظاهرې دې بس کړي.

XS
SM
MD
LG