د لاس رسي وړ اتصالات

په لسګونو زره یمنیان لارو کوڅو ته راووتل


په لسګونو زره یمنیان لارو کوڅو ته راووتل
په لسګونو زره یمنیان لارو کوڅو ته راووتل

په لسگونو زره خلک نن د ېمن په پاېتخت صنعا کې سړکونو او لارو ته را ووتل او ېو شمېر خلکو دحکومت پرملاتړ شعارونه ورکول او ېو شمېر نورو ېې دحکومت پرخلاف نعرې وهلې.

دحکومت مخالفان چې د صنعا په پوهنتون کی راټول شوی وو ، په سمدستي توگه ېې دجمهور رېس علی عبداله صالح داستعفا غوښتنه وکړه.

په عین حال کې د ښاغلي صالح ملاتړ کوونکي دښار د صبعېن په څلور لارې کی راغونډ شوی وو او په داسي حال کې چې د ېمن ملي بېرغونه ېې په لاسونو کی نېولی وو جمهور ریْس صالح ورته وینا وکړه. صالح هوډ وکړ چې دهغه په وېنا د ېمن دخلکو دحقوقو څخه ددفاع په خاطر خپله وېنه به هم قربان کړي.

XS
SM
MD
LG