د لاس رسي وړ اتصالات

ملگري ملتونه: په یمن کې د سعودي د بمباریو قربانیان ملکي خلک دي


د ملگرو ملتونو رپوټ یوه غاړه هم "په جنگي جنایاتو" نه ده ملامته کړي او ویلي یې دي چې دا د ملي او نړیوالې محکمې کار دی چې تصمیم ونیسي
د ملگرو ملتونو رپوټ یوه غاړه هم "په جنگي جنایاتو" نه ده ملامته کړي او ویلي یې دي چې دا د ملي او نړیوالې محکمې کار دی چې تصمیم ونیسي

ملگري ملتونه وایي د سعودي عربستان په مشری ائتلاف باید په یمن کې د خپلو هوايي بریدونو په اړه حساب ورکړي.

ملگرو ملتونو ویلي دي چې پر یمن باندې د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف د هوایي بریدونو په هکله روڼوالي او حساب ته اړتیا ده.

د ملگرو ملتونو د بشري حقونو ادارې د پنجشنبې په ورځ په یمن کې د سعودي عربستان په مشرۍ د هوایي بریدونو په هکله د شفافیت د معلومولو غوښتنه وکړه او ویې ویل چې د روغتونو په څیر پر امنو ځایونو باندې برید کوونکو ته باید سزا ورکړل شي.

د دغه سازمان یو رپوټ وایي د ٢٠١٥ کال د مارچ د میاشتې راهیسې په یمن کې ٣٧٩٩ تنه ملکي خلک وژل شوي دي چې ٦٠ سلنې مسوولیت يې سعودي عربستان ته متوجه دی. رپوټ دا هم وایي چې د سعودي په مشری ایتلاف داسې سرغړونې هم کړي دي چې ښایي د نړیوال قانون سره په ټکر کې وي.

د ملگرو ملتونو دبشري حقونو د منځني ختیځ او شمالي افریقا د برخې مشر محمد علي النسور په ژنیو کې یوې غونډې په وینا کې وویل، ایتلاف د خپلو داخلي پلټنو موندنې له مونږ سره شریکې کړي دي، خو د هغه په وینا په دې هکله "زیات شفافیت ته " اړتیا ده.

د ملگرو ملتونو رپوټ دا هم وایي چې د حوثي قبیلې یاغیانو او د جمهور رئیس علي عبدالله صالح پلوي ایتلافي ځواکونو د اوسیدونې پر ځایونو د راکټ او هاوان بریدونه کړي او ځمکني ماینونه یې کارولي دي.

ښاغلي النسور ټول اړخونه په سرغړونو ملامت کړي او ویلي یې دي چې پر ملکي تاسیساتو باندې په بریدونو کې پر بازارونو، د وادونو پر محفلونو، روغتونونو او هغو ځایونو باندې بریدونه شامل دي چې د نړیوال بشري قانون له مخې امن ځایونه بلل کیږي.

د ملگرو ملتونو د بشري حقونو لوی کمیشنر زید راد الحسین په یوه اعلامیه کې ددغو سختو سرغړونو په هکله د نړیوالو پلټنو غږ کړی.

خو د ملگرو ملتونو رپوټ یوه غاړه هم د "جگړې په جنایاتو" نه دي ملامت کړي او ویلي یې دي چې دا د ملي او نړیوالې محکمې کار دی چې په دې هکله تصمیم ونیسي.

XS
SM
MD
LG