د لاس رسي وړ اتصالات

په یمن کې وضعه په خرابېدو ده


په یمن کې وضعه په خرابېدو ده

په یمن کې وضعه په خرابېدو ده

په یمن کې سیاسي ناارامي روانه ده او اعتراض کوونکي د جمهور رئیس علي عبدالله گوښه کیدل غواړي. خو د تونس او مصر برخلاف د امریکا متحده ایالاتو د یمن د رژیم د بدلون لپاره د مظاهره کوونکو اواز ته لبیک نه دی ویلی.

په ټول یمن کې مظاهره کوونکي د جمهور رئیس علي عبدالله صالح گوښه کیدل غواړي او په دې هیواد کې د پراخ اداري فساد او بیشمیره بیکارۍ په وجه په غوسه دي.

(.. ما د دوه زره یو کال راهیسې د کار موندلو لټه پیل کړې او تر اوسه بیکاره یم.)

(.. په یمن کې دا طبیعي خبره ده چې اقتصادي حالاتو ترهگرۍ ته زمینه برابره کړې ده.)

د منځني ختیځ د کارپوهانو په انند، دا د ترهگرۍ په اړه اندیښنه او د یو ناکام دولت لپاره د بالقوه عامل د موجودیت خبره ده چې د جمهور رئیس عبدالله صالح لپاره یې نړیواله پلوي جلب کړې ده.

(.. دا باور دی چې جمهور رئیس صالح نه یواځې د ترهگرۍ پر ضد جگړې استعداد نه لري بلکې د دولت له ناتوانۍ نه هم دفاع کوي.)

په همدې دلیل د امریکا متحده ایالاتو د منځني ختیځ په نورو برخو کې د رژیم د بدلون اواز ته هرکلی ویلی خو په یمن کې نه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې هیلري کلنتن د سږکال په پیل کې په سنعا کې د جمهور رئیس عبدالله صالح سره په خبرو کې د یمن سره د امریکا پر اړیکو ټینگار وکړ.

(.. مونږ د ترهگرو او القاعده له خوا د گډ گواښ سره مخامخ یو. خو زمونږ ملگرتیا یواځې د ترهگرۍ ضد مبارزې په برخه کې نه دی.)

خو د کارپوه چارلیس شمیتس په انند د امریکا لپاره د القاعده په اړه اندیښنه له ټولو نورو خبرو څخه مهمه ده او دا کار د امریکا نفوذ محدودوي.

(.. دا د هغوی اصلي اندیښنه ده. او دې زما په انند دننه په یمن کې امریکا ته یو څه زیان رسولی دی. د یمن خلک واقعا د القاعده په اړه اندیښمن نه دي. بلکې خپل حکومت، سیاسي اصلاحات او اقتصادي پرمختیا د هغوی اندیښنې دي.)

د حکومت مخالفو گوندونو د دموکراتیکو اصلاحاتو د چټکولو په مقصد د جمهور رئیس عبدالله صالح له خوا د نوي اساسي قانون په اړه د ټول پوښتنې وړاندیز رد کړی. دوی وایي اوس ډیر ناوخته دی.

ښاغلی عبدالله صالح په نولس سوه اته اویاوم کې د نظامي کودتا راهیسې واکمن دی او وایي چې د دوه زره دیارلسم پورې به چې د جمهوري ریاست دوره یې پای ته رسیږي، له واک څخه گوښه نه شي.

XS
SM
MD
LG