د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان کې د متخصصو ځوانانو ملي شبکه جوړیږي


Kashmiri Muslim women offer prayers as the head priest displays a holy relic believed to be hair from the beard of the Prophet Mohammed, during special prayers to observe the Martyr Day of Hazrat Ali, cousin of Prophet Mohammed, on the 21st day of Ramadan, at the Hazratbal Shrine in Srinagar, the summer capital of Indian Kashmir.
Kashmiri Muslim women offer prayers as the head priest displays a holy relic believed to be hair from the beard of the Prophet Mohammed, during special prayers to observe the Martyr Day of Hazrat Ali, cousin of Prophet Mohammed, on the 21st day of Ramadan, at the Hazratbal Shrine in Srinagar, the summer capital of Indian Kashmir.

په افغانستان کې د میډوټیک دفتر وایي د متخصصو او په کار پوه ځوانانو د یوې ملي شبکې د جوړولو هڅه کوي ترڅو د افغان حکومت سره په ملګرتیا په سیاسي او ټولنیزو برخو کې د ځوانانو ستونزو ته د حل لارې پیدا کړي.

دم ګړۍ د میډوټیک دفتر په څلورو ولایتونو کابل، کندز، بلخ او ننګرهار کې دا هڅې پیل کړي او د شبکې د جوړولو لپاره یې پروګرامونه هم په لاره اچولي دي.

د همدې شبکې له لارې به په ولایتونو کې متخصص ځوانان را غونډ شي او په خپلو مربوطه سیمو کې به ستونزې معلومې او له حکومت سره ددغو ستونزو د شریکولو له لارې به ورته د حل لارې پيدا کړي.

د میډیوټیک د دفتر مسؤلین وايي، اوس مهال په څلورو ولایتونو کې دوه سوه متخصص ځوانان یې په دغه شبکه را غونډ کړي او په راتلوونکي کې به دا شبکه ټولو ولایتونو ته وغځوي.

په افغانستان کې د میډوټیک اجرائیوي رئيس حمید الله ځاځي وویل چې دا شبکه به ټولنیز او سیاسي فعالیتونه ولري، په اینده کې به د پروژې له کچې و وځي او په یوې ټولنیزې پروسې به بدله شي.

ښاغلي ځاځي وویل ‪"‬پدې کې به متخصص ځوانان، تعلیم یافته ځوانان به یوځای کیږي، دا شبکه به د ځوانانو له نورو ټولنو سره ښه همغږي ولري، عمده هدف دا دی چې ځوانان په مهمو ملي مسائلو کې ښکېل شي او نظرونه سره شریک کړي.‪"‬

ددې شبکې منتخبو استازو په کابل کې په یو کنفرانس کې وویل دغسې یوې شبکې جوړېدو ته اړتیا وه .

دغو استازو وویل چې ددغې شبکې توپیر د ځوانانو له نورو بنسټونو سره دا دی، چې کارپوه ځوانان په ستونزو ښه پوهیږي او د حل لپاره یې حکومت ته لارې چارې هم ښيي.

د متخصصو ځوانانو د شبکې غړو ویل، چې دا شبکه یوه ښه چوکاټ دی ترڅو له لارې یې د ولایتونو د ځوانانو ترمنځ تړاوو رامنځته شي او ګډ اهداف په ملي کچه مطرح کړي.

د کندز ولایت نه رونا حسن چې یوه ژورنالسته ده، وايي دا شبکه ځوانانو ته ګټوره ده او مهمه دا ده چې نجونې پکې برخه لري،

رونا حسن وویل ‪"‬ زه افتخار کوم چې ښځې پداسې شبکو کې برخه اخلي او ددې شبکې له لارې به د ټولو ښځو او انجونو په ستونزو نظرونه سره شریک کوو او چارواکو ته به یې د شبکې له لارې ورسوو.‪"‬

ددې شبکې بل غړي اسرار الله امینزي چې د ننګرهار د ځوانانو په استازیتوب یې پدغه شبکه کې برخه اخېستې وویل ‪"‬د داسې شبکو یوه ګټه دا ده چې د ولایتونو ځوانان په خپلو کې سره کښیني، په مشترکو ستونزو خبرې وکړي او په ملي کچه اواری ورته ولټوي.‪"‬

ددې شبکې غړي وايي، په ځوانانو کې کدرونه زیات شوي او حکومت باید دا ځواک په بالفعله قوي بدل کړي.

د شبکې غړو وویل ځوانان د بې کارۍ له جدي ګواښ سره مخ دي او باید په کار پوه ځوانانو ته د کار موقعې پیدا شي.

دا پداسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ددې میاشتې په سر کې وویل چې په راتلوونکو پنځو کلونو کې به څلور ملیونه نوي د کار جوګه ځوان نسل راوټوکیږي او د افغانستان د کار مارکیټ ته به داخل شي.

یو این ایف پي ای چې په ۲۰۱۴ کال کې د ځوانانو وضعیت څېړلی دا رنګه ویلي چې د افغانستان د وګړو له شپېتو زیاته فیصدي د هغو ځوانانو ده چې عمرونه یې له پنځو ویشتو کلونو ټیټ دي.

په افغانستان کې د قوانینو په اساس له ۳۵ کلونو ټیټ یا پنځه دېرش کلن ته ځوان ویل کیږي.

XS
SM
MD
LG