د لاس رسي وړ اتصالات

هند د آسیا د زړه د کنفرانس کوربه توب کوي


دا په ۲۰۱۵ دسمبر ۹ په اسلام آباد کې د آسیا دزړه کنفرانس ګروپي عکس دی
دا په ۲۰۱۵ دسمبر ۹ په اسلام آباد کې د آسیا دزړه کنفرانس ګروپي عکس دی

د سږکال کنفرانس چې د هند په شمالي ښار امرتسر کې جوړیږي، د چین، متحده ایالاتو، روسیې، ایران او پاکستان په ګډون به پکې تر دیرشو هیوادونو استازي ګډون وکړي. دوئ به په أفغانستان کې د سولې، همکاریو او اقتصادي پرمختګونو په اړه خبرې وکړي.

افغانستان د آسیا د زړه په نوم ددی کنفرانس دایمي کوربه دی، خو هند به یي سږکال ملګری کوربه وي. د هند د بهرنیو چارو په وزارت کې د پاکستان، افغانستان او ایران د څانګې رئیس ګوپال بګلي په نوي ډهلي کې خبریالانو ته وویل چې سږکال به د افغانستان د بهرنیو چارو د وزیر سره د هند د مالیې وزیر د وزیرانو په سطحې ددی کنفرانس کوربه توب وکړي.

د هند د بهرنیو چارو وزیره سوشماسواراج چې د پښتورګو د ناروغۍ له امله ېې درملنه کیږي، پدې کنفرانس کې ګډون نه کوي.

بل پلو ته، که څه هم د پاکستان او هندوستان اړیکې ښې نه دي، د پاکستان د بهرني سیاست سلاکار سرتاج عزیز به پدې کنفرانس کې ګډون وکړي. د پاکستان د بهرنيوچارو وزارت ویاند نفیس ‌زکریا په اسلام اباد کې د پنجشنبې په ورځ دا خبر ورکړ چې پاکستان د آسیا د زړه په کنفرانس کې ګډون کوي. ویاند وویل ددی ګډون علت یوازی د پاکستان د هغه تعهد څرګندول دي چې په افغانستان کې د سولې او ثبات سبب کیږي. پاکستان وایي د ټولو منفي تبلیغاتو سره سره، د آسیا د زړه په کنفرانس کې د پاکستان ګډون ډیر مهم دی او دا باید درک شي.

په هرصورت کې، دا نده معلومه چې د پاکستان استازی به د کنفرانس په ترڅ کې د هندي چارواکو سره دوه اړخیزه غونډه وکړي او که نه. د هند د بهرنیوچارو وزارت ویاند ویکاس سواروپ د چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل چې د هند نه د آسیا د زړه د کنفرانس په ترڅ کې د پاکستان له لوري د دوه اړخیزه لیدنې کومه بلنه نده شوې.

د هند او پاکستان ترمنځ وروستی جنجال په هندي کشمیر کې د ولسي پاڅون او په نړیواله سطحه د نوي ډهلي لخوا د کشمیري فعلانو د ځپلو پرضد د پاکستان تبلیغاتو سره پیل شو.

په عینی وخت کې د هند لپاره د افغانستان سفیر شیدامحمد ابدالي چې په نوي ډهلي کې یي خبریالانو سره خبرې کولې، د جمو او کشمیر ایالت په شمال کې د هند پر یوې نظامي قطعې د یاغیانو بریدونه وغندل او هندي ولس سره يي د هغوئ د اوه عسکرو د وژل کیدو غمشریکي وکړه.

په نګروټا ناحیه کې برید د سیپتمبر د اتلسمې وروسته بی ساري خونړی و.

د آسیا د زړه کنفرانس پدې نیت جوړ شوی چې د افغانستان او ګاوڼډیانو ترمنځ یي امنیتي، سیاسي او اقتصادي همکاري پراخه شي.

XS
SM
MD
LG