د لاس رسي وړ اتصالات

په زابل کې د یرغمل شویو له ډلې څخه یو تن خوشې شو


حملات هوایی مشترک قوای افغان و ناتو در زابل

حملات هوایی مشترک قوای افغان و ناتو در زابل

په زابل کې چارواکي وايي د کابل کندهار پر لویې لارې د هغو شاوخوا ۳۰ تښتول شویو مساپرو له ډلې نه یو تن خوشې شوی دی.

د شاه جوی ولسوال عبدالخالق ایوبي د امریکا غږ ته وویل چې یرغمل نیوونکو د سیمې قومي مشرانو ته ویلي چې د غزني په جاغوري ولسوالۍ کې، د دوی یو ګاډی نیول شوی او باید پرېښودل شي، خو ولسوال دا ونه ویل چې په دغه ګاډي کې څه وو او دا چې د پاتې کسانو د خوشې کېدو لپاره، د یرغمل نیوونکو همدغه یوه غوښتنه ده او که څنګه.

ولسوال ایوبي دا هم ونه ویل چې خوشې شوی کس اوس چېرته دی، او ایا د خپلو یرغمل نیوونکو په اړه یې هم څه معلومات ورکړي کنه؟

د رپوټونو له مخې همدا څو ورځې وړاندې، د زابل په شاه جوې ولسوالۍ کې، پولیسو په وسلو بار یو کانټينر چي سپکي او درنې وسلې پکښې وې، له دریو کسانو سره یو ځای ونیول، خو دا لا معلومه نه ده چې یرغمل نیوونکو د همدغه ګاډي د پرېښودو غوښتنه کړي که څنګه؟

رپوټونه دا هم وایي چې، یو شمېر مخ پټو وسله والو چې د افغان پوځ جامې یې اغوستې وې، د کابل-کندهار پر لویه لار دوه ګاډي ودرول او دغه کسان یې ترې ښکته او له ځان سره بوتلل.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د پېښې پخلی کوي او وايي چې اړوندو امنیتي چارواکو ته یې سپارښتنه کړې چې، د نیول شویو کسانو څرګ ولګوي او خوشې دي کړي.

که څه هم په تېر وخت کې طالبانو او ځینو نورو وسله والو ډلو ټپلو یو شمېر، حکومتي مامورین، د نادولتي ټولنو کار کوونکو او ځینو نور کسان د بېلا بېلو موخو لپاره تښتولي وو، خو په یو وارې د ۳۰ کسانو یرغمل نیونه، د خپل ډول لومړنۍ پېښه بلل کیږي.

زابل د افغانستان په هغو ولایتونو کې راځي چې امنیت یې نسبتآ خرابه او د افغان حکومت وسله وال مخالفین کې څه ناڅه فعاله دي.

XS
SM
MD
LG