د لاس رسي وړ اتصالات

په زابل کې سلګونو کسانو د کابل وروستي بریدونه وغندل


لاریون کوونکو له افغان حکومت څخه وغوښتل چې د روانو حالاتو په اړه غوڅ دریځ اعلان کړي.
لاریون کوونکو له افغان حکومت څخه وغوښتل چې د روانو حالاتو په اړه غوڅ دریځ اعلان کړي.

د افغانستان په زابل ولایت کې سلګونو کسانو په یو لاریون کې د کابل وروستي خونړي بریدونه په کلکه وغندل او دا یې د سیمې د ځینو هېوادونو د استخباراتو کار وباله.

دزابل اوسیدونکو له افغان دولت څخه وغوښتل چې د روانو حالاتو په اړه ژر تر ژره خپل دریځ معلوم کړي.

د زابل قهرېدلو لاریون کونکو د کابل وروستي بریدونه ستر بشري جنایت یاد کړ .

دوی چي د کلات لارو کوڅو ته را وتلي وو، د څو ساعتونو لپاره يې د کابل – کندهار لویه لار هم د ترافیکو پر مخ وتړله .

دزابل اوسیدونکو له حکومت څخه هم وغوښتل چي د دوی په خبره په افغانستان کي د ګاونډیو هیوادونو د نا اعلان شوي جګړې په باب خپل وروستی دریځ څرګند کړي .

لاریون کوونکو د افغانستان په بې ثباتۍ کې د شاملو استخباراتي ادارو غندنه وکړه او د جګړې ملاتړي يې د افغانانو قاتلان یاد کړل، خو دوی په ښکاره د کومې استخباراتۍ ادارې نوم وانخیست.

دوی افغان ځواکونه هم وستایل چې په کمو امکاناتو سره د هېواد د امنیت ساتلو هڅه کوي او د وسله والو د لویو بریدونو مخه نیسي.

اخوا، د زابل په ګاونډي اروزګان ولایت کې بیا د ملي امنیت ادارې د دې ولایت د عامي روغتیا ریس په ورانکارو کړنو کې د لاس لرلو په شک نیولی .

د اروزګان ولایتي ویاند دوست محمد نایاب وايي چي د ډاکتر میاخيل په اړه امنیتي ادارې داسي راپورونه لري چي هغه په روغتیايي مرکزونو کې ورانکارو کسانو ته ځای ورکړی او د اروزګان د محاکمو ریس هم د هغه پر ضد د اسنادو د لرلو خبره کړې .

نایاب زیاته وي چي پدې باب وروستۍ پایله به له رسنیو سره تر پلټنو وروسته شریکه شي .

  • 16x9 Image

    عزیزالله پوپل

    عزیزالله پوپل په جنوبي ولایتونو کې د امریکا غږ اشنا راډیو د پښتو خبریال دی. له امریکا غږ سره د کار له مخه یې په سیمه کې له ملي راډیو او ټلویزیون، روز خبري اژانس، هیواد ټلویزیون او افغان ازاد راډیو سره د خبریال په حیث کار کړی، او د کندهار په پوهنتون کې یې د ادبیاتو زده کړې ترسره کړې دي

XS
SM
MD
LG