د لاس رسي وړ اتصالات

ځدران په خپلو سیمو کې پرمختیايي کارونه غواړي


ځدراڼ په خپلو سيمو کې د ښوونځيو او روغتيايي مرکزونو او نورو پرمختیايي چارو ته غوښتنه کوي.
ځدراڼ په خپلو سيمو کې د ښوونځيو او روغتيايي مرکزونو او نورو پرمختیايي چارو ته غوښتنه کوي.

د لويې پکتيا د ځدراڼو په دغه غونډه کې قريب ۲۰۰ مذهبي او قومي مشرانو او ځوانانو ګډون کړی و.

دوی پر حکومت انتقاد درلود، چې د ولايتونو او سيمو ترمنځ يې په خدماتو کې انډول ندی ساتلی.

دغو مشرانو له حکومت څخه د ملاتړ په څرګندولو سره وغوښتل، چې ځدراڼ مېشتو ولسواليو ته دې په هر اړخيزه توګه توجه وکړي او د شته مشکلاتو د هواري لپاره دې اساسي لارې چارې ومومي.

د ځدراڼو د ۱۱ولسواليو د شورا مشر حاجي مرک امريکاغږ سره په خبرو کې پر نړيوالې ټولنې هم غږ وکړ، چې د اړتياوو په پوره کولو کې دې له حکومت سره مرسته وکړي.

هغه وویل ” موږ له حکومت څخه کلک ملاتړ کړی دی، خو حکومت موږ ته پاملرنه نده کړې. په حکومت کې موږ جګپوړي چارواکي نلرو. په هره برخه کې موږ خپل حق غواړو. که يې نه راکوي، موږ يې بياهم غواړو‟.

ځدراڼ

په مجموعي ډول ځدراڼ د پکتيا، خوست او پکتيکا په ۱۱ ولسواليو کې مېشت او ستر قوم بلل کیږي. د ځينو معلوماتو له مخې په يادو ولسواليو کې د ځدراڼو د شاوخوا يو ميليون وګړو اټکل کېږي.

د جنوب ختيځو ولايتونو د نورو ولسواليو ترڅنګ د ځدراڼو ولسوالۍ څه باندې يوه لسيزه ناامنه وې.
د جنوب ختيځو ولايتونو د نورو ولسواليو ترڅنګ د ځدراڼو ولسوالۍ څه باندې يوه لسيزه ناامنه وې.

ځدراڼ په خپلو سيمو کې د ښوونځيو او روغتيايي مرکزونو لپاره ودانۍ، د ولسواليو لپاره تاسيسات، د سړکونو رغونه او دغه راز ځوانانو ته د کاري فرصتونو د برابرولو غوښتنو ته لومړيتوب ورکوي.

قومي مشر محمد قاسم وویل” زموږ نوی نسل د زده کړو په برخه کې ډېر پاتې دی. د بيارغونې کارونه بيخي ندي شوي. همدارنګه سړکونه خام دي، چې ناروغان يې له ستونزو سره مخ کړي. موږ ته دا کارونه ندي شوي‟.

نوموړي دغه راز هغه د ځوانانو د ښې روزنې لپاره پر زده کړو ټينګار وکړ ” په کومه ټولنه کې چې تعليم او تربيه نه وي، نو دغه ټولنه مړه ده. که موږ خپل نوي نسل ته سم تعليم او تربيه نه کړو، موږ د اوس په څېر وروسته پاتې وو‟.

د جنوب ختيځو ولايتونو د نورو ولسواليو ترڅنګ د ځدراڼو ولسوالۍ څه باندې يوه لسيزه ناامنه وې، له دې ولسواليو څخه به پر افغان او ناټو ځواکونو د بريدونو او نورو ناامنيو خبرونه ډېر ورکول کېدل.

خو په دې وروستيو کې دغه سيمې په نسبي ډول د امن او ثبات څخه برخمنې ښکاري، اوسېدونکي يې وايي چې د پرمختيايي پروژو د تطبيق په مخ کې هيڅ ډول ستونزې نه ويني.

XS
SM
MD
LG