د لاس رسي وړ اتصالات

اچین کې د داعش له وسله والو سرونه پرې شوي


اچین هغه ولسوالي ده چې د لومړي ځل له پاره پکې دداعش ډلې سر راپورته کړی دی .
اچین هغه ولسوالي ده چې د لومړي ځل له پاره پکې دداعش ډلې سر راپورته کړی دی .

سیمه ییز حکومتي چارواکي وايي،چې د دغه ولایت په اچین ولسوالۍ کې دحاجي ظاهرقدیر پلوي وسله والو د اسلامي دولت یا داعش د ډلې پنځه غړي نیولي و، چې له څلورو یې سرونه پرې کړي او دسرک پر غاړه یې اېښي دي.

تېره ورځ په جګړه کې دحاجي ظاهر قدیرڅلور کسان هم دداعش ډلې نیولي وو او ووسته یې سرونه ترې پرې کړي و.

د اچین ولسوال غالب مجاهد امریکا غږ وویل،چې دا تېره شپه تر سره شوې دی .

نوموړی وايي تېره ورځ دداعش ډلې هم دحاجي ظاهرقدیر څلور پلوي وسله وال په جګړه کې نیولي و او له هغو یې هم سرونه پرې کړي وو، چې د حاجي ظاهر وسله والوهم د دعش د څلورو وسله والو څخه د غچ اخیستنې لپاره دا کار کړی دی.

غالب وايي:"له دغو کسانو یې سرونه پرې کړي پر تنو یې ورته ایښي او د اچین په ساحه کې دحاجي ظاهر د قرارګاه مخې ته د لوي سرک په غاړه یې اچولي دي او خلک د ظاهر دکسانو دغه عمل غندي او هیڅ ورته دمنلو وړ نه دی".

نوموړی وايي دحاجي ظاهر قدیروسله والو باید داغه داعشیان حکومت ته سپارلی وی نه په دغسې یو قسم وژل شوي وای .

ولسوال زیاتوي، چې په دغو کسانو کې دو یې د تیرا او دوه نور یې اورکزي دي چې سرونه یې پرې شوي دي.

د اچین ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، چې دظاهر کسانو لخوا وژل شوو کسانو مړي دکهي په سیمه کې دسرک پرغاړه ایښودل شوي دي.

دکهي دسیمې یو اوسېدونکی چې د نوم له ښودلو یې ډډه کوله امریکا غږته وویل ش، چې د قرارګاه مخې ته د وژل شویو کسانو سرونه د هغوی پرتنو پراته دي او په لویه لاره تلونکي خلک یې ننداره کوي.

دا لومړی وار دی چې د ولسي جرګې د لومړي مرستیال ظاهر قدیر پلوي وسله وال په اچین ولسوالۍ کې دداعش له جنګیالیو سرونه پرې کوي .

اچین هغه ولسوالي ده چې د لومړي ځل له پاره پکې د داعش ډلې سر راپورته کړ او دحکومتي او ولسي وسله والو هڅو سره ،سره اوس هم ددغې ولسوالۍ ډېرې سیمې دداعش وسله والې ډلې په ولکه کې دي .

XS
SM
MD
LG