د لاس رسي وړ اتصالات

زاخیلوال: د کابل بانک مسله نوره نه څیړو


A BTS train (sky train) drives along a railway track in Bangkok, Thailand.
A BTS train (sky train) drives along a railway track in Bangkok, Thailand.

د افغانستان د مالېې وزیر حضرت عمر زاخېلوال وايي چې نور د کابل بانک د مسئلې په سر له ای ایم ایف سره خپل مذاکرات بندوي او له تېرو نهو میاشتو مذاکراتو راهېسې نه پوهیږي چې ای ایم ایف له دوی مشخصا څه غواړي.

زاخېلوال چې په کابل کې خبري ناستې ته غږېده وویل ای ایم ایف ورته پلمې لټوي، سیاسي لوبه کوي او یوې دقیقې نتجې ته ورسره نه رسیږي. هغه وویل ای ایم ایف دولس پیشنهادات ورکړي وو او لس یې ورته ځواب کړي خو لا هم نور وړاندیزونه کوي چې یا ورته د منلو نه دي او یا یې تطبیق په لنډه موده کې نه شي کولای.

زاخېلوال زیاته کړه چې ای ایم ایف د پارلمان له لوري د دوه اویا ملیونو ډالرو بودیجه چې مرکزي بانک ته ځانګړې شوې وه او پارلمان رده کړه يوه مهمه پلمه نېولې او که ان دا هم حل وای نو بیا به په بلې پلمې پسې ګرځېدل.

ښاغلي زاخېلوال د اشنا تلویزیون دې پوښتنې ته چې ای ایم ایف له دې کار کومه سیاسي اجنډا لري وویل چې دی پرې دقیقا نه پوهیږي.

زاخېلوال وویل چې د ای ایم ایف له خوا د مرستو درول به خامخا تاثیر ولري خو دوی هر ډول فشارونو ته تیاری لري او اوس د ای ایم ایف مسئله ورته نوره مهمه نده او د وخت ضایع کول دي.

هغه وویل د کابل بانک په اړه ټول ابتدايي اقدامات دوی کړي او عاملین به یې عدلي تعقیب لاندې نیسي پداسې حال کې چې ای ایم ایف پدغو مسائلو کې هم ورسره اختلافات کوي.

XS
SM
MD
LG