د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان د ممبای د برید په طرحې تورن خوشې کړ


د ذکي الرحمان لکهوي وکيل ملک ناصر عباس د هغه د خوشې کیدو خبر تائید کړ او د هغه پته یې څرگنده نه کړه چې اوس چیرته دی.
د ذکي الرحمان لکهوي وکيل ملک ناصر عباس د هغه د خوشې کیدو خبر تائید کړ او د هغه پته یې څرگنده نه کړه چې اوس چیرته دی.

د لاهور د مرافعه محکمې له حکم وروسته د هند د ممبای د ٢٠٠٨ کال د ترهگریز برید د دوسیې اصلي مجرم ذکي الرحمان لکهوي د پنجاب صوبې د راولپينډۍ د اډيالې له زندان څخه د رپوټونو له مخې تیره شپه خوشې شوى دى.

د ذکي الرحمان لکهوي وکيل ملک ناصر عباس د هغه د خوشې کیدو خبر تائید کړ او د هغه پته یې څرگنده نه کړه چې اوس چیرته دی.

د اسلام آباد ددې په وړاندې هند سخت غبرگون ښودلی دی. د هند حکومت په دې اړوند په نوي ډهلي کې د پاکستان سفير ورغوښتى و او د ذکي الرحمان لکهوي د نظربندۍ په پای ته رسیدو یې ورته ناخوښۍ څرگنده کړې ده.

ذکي الرحمان لکهوي د خپلې نظربندۍ په ضد د لاهور مرافعه محکمې ته عرض کړی و چې له ارزونې وروسته محکمې حکومت ته د هغه د سمدستي خوشې کولو امر وکړ.

حکومت محکمې ته ویلي وو چې لکهوي د پټو اطلاعاتو په اساس نيول شوى او که چیرې هغه خوشې کړل شي نو ناقراري به رامنځ ته شي. محکمې له حکومت څخه د اطلاعاتو د سرچينې شریکول غوښتي وو، خو حکومت په دې کار کې پاتې راغلی و.

د ممبای په ترهگریزو بریدونو کې د ملکي کسانو په گډون ١٦٦ کسان وژل شوي وو چې هند ددغو بریدونو تور په پاکستان کې په میشت لشکرطيبه سخت دریځې ډلې لگولى دى.

تيرکال د دسمبر په ١٨ د ترهگرۍ د مخنيوي يوې محکمې په ضمانت سره د ذکي الرحمان لکهوي د خوشې کولو امر کړى و، خو د اسلام اباد ادارې د نا امنۍ د رامنځ ته کیدو د اندیښنې د قانون له مخې هغه نظربند کړى و چې د هغې نظربندي دوه ځلې یوه یوه میاشت غزول شوې وه.

د تيرکال د دسمبر په مياشت کې لکهوي په اسلام اباد کې شپږ کاله وړاندې د یو تن د تښتونې په دوسیه کې هم گرم بلل شوی و، خو په دې دوسیه کې هم د لکوي ضمانت شوی و.

XS
SM
MD
LG