د لاس رسي وړ اتصالات

هند مشهور دیني عالم ‏ذاکر نایک د پیسو په قاچاق تورن کړ


د هند حکومت د دغه ملک مشهور مسلمان دیني عالم ذاکر نایک د پیسو په قاچاق تورن کړیدی

د هند خپرونه 'دې هندو' لیکي چې جنایي تحقیقاتي ادارې په نایک تور لگولی دی چې هغه د پیسو په قاچاق کې ککړ دی.

د یادونې وړ ده چې هند په ذاکر نایک څو وارې مخکې هم دا تور لگولی و چې هغه 'لانچمن مبلغ' دی او د اسامه بن لادن او جهاد پلوي کوي.

د هند جنایي تحقیقاتي اداره ادعا کوي چې ذاکر نایک ٢٨ ملیونه هندي کلدارې قاچاق کړیدي او په دی برسبره یې په هغه دا تور هم لگولی دی چې 'نفرت او کرکه' خپروي.

ذاکر نایک د اسلامي تحقیقاتي مرکز اساس ایښودنکې او رئیس دی او لدی سره سره د یو ټلویژن خاوند هم دی چې 'سوله' نومیږي دغه ټي وي چینل شاوخوا ٢٠٠ ملیونه کتونکي لري.

ذاکر نایک نه یواځې په هند بلکه په گاونډي ملکونو او په اروپا کې ډیر مینه وال لري خو د هغه نه وروسته چې هغه د اسامه بن لادن د جهاد په پلوۍ څرگندونې وکړی، د هند د حکومت پام ورته واوړیده او د هغه خلاف یې پلټنې پیل کړی. په ٢٠١٦ کال کې نایک دیته مجبوره شو چې مالیزیا ته ولاړ شي.

د بنگه دیش حکومت هم ویلي و چې په ٢٠١٧ کې چې کومو ځانمرگو په یوې کیفۍ په برید کې ٢٢ تنه وژلې و، یو بریدگر یې د نایک ویډیوگانې کتلې وې.

د برتانیې حکومت هم د ذاکر نایک دغه ملک ته په تگ بندیز لگولی دی.

  • 16x9 Image

    نزرانه یوسفزۍ

    نزرانه غفار  د ۲۰۱۱ کال راهیسي په واشنګټن کې د امریکاغږ سره د ژورنالستې او نطاقې په حیث کار کوي. نزرانه یوسفزۍ د انګلستان د مانچسټر د پوهنتون نه د بشري حقونو او نړیوال قانون په برخې کې خپله ماستري اخیستې ده.

XS
SM
MD
LG