د لاس رسي وړ اتصالات

برتانیې ته د زرداري سفر د خلکو په احتجاج پای ته ورسید


د پاکستان جمهور ریْس آصف علي زرداري په بریتانیا کې د پاکستان خلګو ته پرون د شنبې په ورځ وینا وکړه، په داسي حال کې چې په پاکستان کې پر هغه باندي نیوکه کېږي چې په داسي حساس وخت کې چې په دغه ملک کې سخت سیلابونه راغلي دي، هغه باید په پاکستان کې وای او د مرستو د هلو ځلو نه یې څارنه کړې وای.

د پاکستان جمهور ریْس آصف علي زرداري بریتانیا ته خپل سفر پرون د شنبې په ورځ وروسته له هغه نه چې د بریمنګام په ښار کې یې پاکستاني اتباعو ته وینا وکړه پای ته ورسوه. هغه په زرګونو پاکستانیانو ته چې د هغه د ګوند، د پاکستان د پیپلز پارټۍ نه یې ملاتړ کاوه وینا وکړه.

ښاغلي زرداري وویل چې بریتانیا ته یې سفر ډیر بریالی و خو د هغه د سفر سره سم یو لړ جنجالانو او پوښتنې راپیدا شوې چې په داسي حال کې چې پاکستان د تر ټولو سختو سیلابونو سره لاس او ګریوان دی، ولي جمهور ریْس زرداري بریتانیا ته سفر وکړ؟

ویل کېږي چې په پاکستان کې د راغلیو سیلابونو له امله نږدې ۱۳ میلونه خلګ اغیزمن شوي دي او یادشوي سیلابونه دپاکستان د رامنځ ته کېدو راهیسي تر ټولو زوروو سیلاونه وو.

د ښاغلي زرداري ۲۱ کلن زوی بیلال بوټو زرداري په راټوله شوې سیاسي غونډه کې برخه وانخیسته خو په لندن کې یې د سیلاب ځپلو خلګو دپاره د مرستې یو مرکز پرانیسته. هغه په یوې نشر شوې مرکه کې، بریتانیا ته د خپل پلار د وروستي سفر او د سفر د وخت نه دفاع وکړه.

هغه داسي وویل:

هغه د خپل سفر نه ښه ګټه پورته کړه. هغه خپل د سفر په لړ کې په ابو دابي کې ودریدیْ او هلته یې ۳۰۰ میلیونه درهم د سیلاب ځپلو خلګو دپاره ترلاسه کړ او د ابودابي چارواکو ژمنه ورسره وکړه چې کله سیلاونه ودریږي او موسم ښه سي نو پاکستان ته به ورشي او د ورانو شویو او اغیزمنو شویو سیمو په بیارغونه کې به مرسته وکړي. دغه راز په فرانسه کې یې ۵ میلیون پونډه او پنځه میلونه یورو ترلاسه کړې او د بریتانیې حکومت ورته ۲۰ میلیونه ایرو ورکړې. که چیری هغه دا احساس کړې وای چې په پاکستان کې د هغه پاته کیدل د سفر نه مهم دي نو زه مطمین یم چې هغه به بریتانیا ته په سفر نه وای راغلیْ.

خو د بریمنګام د ښار د غونډې دباندي په لس ګونو پاکستانیانو غالمغال کاوه او مظاهرې کولې ترڅو پاکستان ته د ښاغلي زرداري سفر وغندي.

ښاغلي زرداري پاکستان ته وروسته له هغه سفر وکړ چې د بریتانیې صدراعظم ډیویډ کیمیرون پر پاکستان باندي تور ولګاوه چې نورو ملکونو ته تروریزم یا ترهګري صادروي.

د ښاغلي کیمیرون دغه راز څرګندونو په ډیپلوماتیکي نړۍ کې یو لړ غوغاوې راوپارولې. خو د جمعې په ورځ د چیکر په سیمه کې د لندن دباندي دواړو مشرانو ژمنه وکړه چې ملکونه به یې د تروریزم سره مبارزه کوي او دغه راز یې د دواړو ملکونو ترمنځ د نه بیلیدونکو اړیکو په اړه خبري وکړې.

د پاکستان دننه غټو ستونزو ته په کتو سره او په پاکستان کې د ښاغلي زرداري شهرت ته په کتو زیات شمیر خلګ داسي پیشبیني کوي چې د هغه ګوند به په راتلونکو عمومي انتخاباتو کې د ستونزو سره مخامخ شي.

د بریتانیا څخه وروسته جمهور ریْس زرداري سوریې ته سفر وکړ.

XS
SM
MD
LG