د لاس رسي وړ اتصالات

زرداري: اسامه امریکایانو پخپله وواژه


زرداري: اسامه امریکایانو پخپله وواژه

زرداري: اسامه امریکایانو پخپله وواژه

د پاکستان جمهوررئیس اصف علي زرداري، وايي د القاعده د مشر اسامه بن لادن د وژلو عملیات دده له هیواد سره په ګډه ندي شوي. خو هغه له امریکا سره د څو لسیزو نه راپه دې خوا همکاریو باندې ټینګار وکړ چې هغه ددې سبب شولې چې "د مدني نړۍ لپاره خطر له منځه ولاړ شي"

په هغه سر مقاله کې چې په واشنګټن پوسټ کې خپره شوېده زرداری هغه انتقاد ته ځواب ویلی دی چې وايي پاکستان په پوره لېوالتیا په ترهګرانو پسې پل ندی اخیستی. هغه وویل چې پاکستان ښايي دترهګرﺉ تر ټولو نه زیات قرباني شوی هېواد وي.

ښاغلي زرداري وویل چې پاکستان د القاعده د یوه پوسته رسان په تشخیصولو کې مرسته وکړله او په دې کار خوښ دی؛ د امریکا چارواکېو بیا وروسته وویل چې دغه کار له امریکایانو سره مرسته وکړله چې بن لادن ته ور ورسېږي.

ښاغلي زرداري وویل چې د بن لادن په مرګ باندې دهغو کسانو خلاف جګړه چې بېګناه انسانان وژنی ، جګړه پای ته نده رسېدلی خو ددغې جګړې د انجام، پیل په راښکاره کېدو دی.

د پاکستان خارجه وزارت پرون خپل رول څرګند نکړ

د پاکستان خارجه وزارت ددوشنبی په ورځ ناوخته ېوه وېنا خپره کړله چې وايي د بن لادن مرګ په ټوله نړی کې د ترهګرو لپاره یوه ناکامی او په شا تلنه ده.

د پاکستان خارجه وزارت په دې اعتراف وکړ چې د امریکا قواوو دغه ماموریت د پاکستان په خاوره کې دننه سرته رسولی دی خو دا يې ونه ویل چې پاکستان په دغو عملیاتوکې کوم نقش لوبولی دی.

د پاکستان خارجه وزارت وايي چې القاعده د پاکستان خلاف هم جګړه اعلان کړې وه.

د خارجه وزارت ویاند وايي چې پاکستان به له نړېوالې ټولنې سره د ترهګرﺉ خلاف مبارزې او ملاتړ ته دوام ورکړي.

رپوټ وايی چې یو شمېر خلک په دې په غوسه دي چې امریکا په پاکستان کې دننه عملیات ترسره کړل.

نور بیا په دې اندېښمن دي چې بن لادن په پاکستان کې پیدا شو او هغه هم په داسې ښار کې د نظامي قواو یوه نخبه اکاډیمی پکې ده.

یو شمېر پاکستانیان په دې په غوسه دي چې نوره نړۍ د دوی هېواد باندې د ترهګرانو د ساتلو پړه اچولې شي.

XS
SM
MD
LG