د لاس رسي وړ اتصالات

مسعود: طالبانو سره سوله نامعقوله خبره ده


احمد ضياء مسعود په زغرده وویل چې روان جنګ له طالبانو سره نه بلکې د پاکستان له سره دی.
احمد ضياء مسعود په زغرده وویل چې روان جنګ له طالبانو سره نه بلکې د پاکستان له سره دی.

د ولسمشر غني ځانګړی استازی احمد ضياء مسعود وايي، له طالبانو سره د سولې خبرې کاملا غیری معقول کار دی او دا د پاکستان د ګټو خوندي کولو لپاره د زمینې برابرول دي.

احمد ضياء مسعود چې د ولسمشر غني د اصلاحاتو او ښې حکومتولۍ لپاره ځانګړی استازی دی، وايي روان جنګ د سولې په میکانیزمونو د اواري لار نه شي پیدا کولی.

احمد ضياء مسعود په زغرده وویل چې روان جنګ له طالبانو سره نه بلکې د پاکستان له سره دی.

احمد ضياء مسعود وویل "دا مسائل چې مونږ وایو، سوله له طالبانو سره دا کاملا غیری معقوله خبره ده، دا یوازې د پاکستانیانو د ګټو د ساتلو لپاره د زمینې برابرول دي."

د ولسمشر دغه ځانګړي استازي طالبان د پاکستان مزدوران یاد کړل وې ویل چې له مزدورې ډلې سره د نړۍ په هیڅ ګوټ کې سوله نده شوې.

د ولسمشر ځانګړي استازي چې نن د رسنیو د ځینو خبریالانو له کړنو ستاینه کوله، پدغه نمانځنغونډه کې وویل چې روان جنګ به له هم اوږد شي او افغانستان دې اوږد مهاله جنګ ته تیاری ولري.

احمد ضياء مسعود وویل "مونږ او تاسې باید اوږد مهالې جګړې لازم تیاری ولرو."
د ولسمشر ځانګړي استازي پاکستان نېغ په نېغه په روانو سیاسي بې ثباتیو، ناامنیو کې پاکستان ښکېل وګاڼه وې ویل چې د افغانستان ناامنه کول د پاکستان د ملي منافعو برخه ده.

احمد ضياء مسعود وویل "پاکستان تر هغو پورې چې خپله ګټو ته و نه رسیږي، جنګ نه پرېږدي."

د ولسمشر غني د اصلاحاتو او ښې حکومتولۍ ځانګړي استازي وویل چې د ملي یووالي حکومت په بشپړه توګه له رسنیو ملاتړ کوي، او هره ترهګره ډله چې رسنۍ ګواښي، حکومت حاضر دی، چې له رسنیو ملاتړ وکړي.
احمد ضياء مسعود تر دې وړاندې هم په ګڼو نورو غونډو کې پاکستان د افغانستان په روانو ټولو ناخوالو کې ښکیل بللی دی او ورته څرګندونې یې کړي دي، خو له طالبانو سره د سولې په تړاوو د احمد ضياء مسعود دا څرګندونې د ځینو څېړونکو په باور د ملي یووالي په حکومت کې د دریځونو تفاوت ښيي

XS
SM
MD
LG