د امریکا د جګړې وزیر پېټ هېګسېت وايي، له افغانستان څخه د امریکا د ځواکونو د وتلو په اړه هغه ارزونه چې له اوږدې مودې راهیسې ورته انتظار کېده، نږدې بشپړه شوې او ښايي چې د روان دوبي په وروستیو کې خپره شي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) ویلي، چې د ۲۰۲۶ کال د مې له ۳۱مې میاشتې د جون تر شپږمې پورې له پاکستان، ایران، تاجکستان او نورو هېوادونو څخه ۶ زره او ۲۶۰ افغان کډوال هیواد ته ستانه شوي او د ملګرو ملتونو له خوا ورسره مرستې شوې دي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) په هرات کې د "جامو د الزاماتو د نه مراعاتولو" په تور د ښځو د نیولو په اړه اندېښنه ښودلې ده.
د افغانستان په ګډون اوو هېوادونو له ملګرو ملتونو په رسمي ډول غوښتي چې د "جنسیتي اپارتاید" اصطلاح د بشریت ضد جرمونو په راتلونکي نړیوال تړون کې شامله کړي.
د طالبانو د حکومت د ملي ازموینو ادارې د معلوماتو له مخې، تر ۱۱۰زرو څخه زیات افغان زدهکوونکو د افغانستان د لوړو زدهکړو د شاملېدو ازموینه (کانکور) ورکړه.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند د پنجشنبې په ورځ (جون څلورمه) د روسیې او طالبانو د حکومتونو ترمنځ د لاسلیک شوي دفاعي تړون په اړه له څه ویلو ډډه وکړه.
ټاکل شوې چې د یو شمیر هیوادونو مشران، دیپلوماتان او کارپوهان د ازبکستان د ترمز په ښار کې د جون په ۴مه او ۵مه ، د مرکزي او جنوبي آسیا ترمنځ د ارتباطاتو په اړه د ترمز د خبرو اترو دوهم پړاو غونډه کې راغونډ شي چې افغانستان به یې د بحث مهمه موضوع وي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې د یوناما ماموریت د غځیدو په هکله غونډه کوي.
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وايي چې د قطر په السیلیه کمپ کې میشت افغانان د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د وروستي اجرایوي فرمان پر اساس امریکا ته د راتګ اجازه نلري او هغوی به درییم خوندي هیواد ته ولیږدول شي.
د جرمني د فدرالي احصايې ادارې د تازه خپرو شويو شمېرو له مخې، تېر کال له افغانستان څخه جرمني ته د کډوالۍ په شمیر کې د پام وړ کموالی ثبت شوی دی.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي دي چې د روسیې او طالبانو د حکومت ترمنځ تازه لاسلیک شوی د پوځي - تخنیکي همکاریو تړون تر ډیره په افغانستان کې د موجودو روسي وسایطو او تجهیزاتو په ترمیم او ساتنه تمرکز کوي.
ملګري ملتونه وايي په ماشومتوب کې واده ته مشروعیت ورکول له بشري حقونو ښکاره سرغړونه ده.
نور پورته کول