د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره "یونیسف" وايي چې په جنوبي اسیا کې د پنځه کلنو څخه د ښکته عمر ماشومانو د مړینې کچه د بل هروخت پرتله کمه شوې ده.
د سعودي عربستان د پاچا ملک سلمان خیریه مرکز په بامیان ولایت کې د میندو او ماشومانو د روغتیايي خدمتونو د کیفیت د لوړولو لپاره د ۱.۱ میلیونډالرو مرستې ژمنه وکړه.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې د تیر نومبر راهیسې په افغانستان کې د شري د ناروغۍ پیښې زیاتې شوي او یوازې په تیرو دوو میاشتو کې ددې ناروغۍ ۷۰۰۰ پیښې ثبت شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت له لوري د فبروري په ۲۶ د هېواد په یو ویشت ولایتونو کې د ګوزڼ ضد څلور ورځنی کمپاین پیل شو.
ازبیکستان سترې محکمې د دوشنبې په ورځ فبروري ۲۶ (کب ۷) د ټوخي په شربت د ۶۸ ماشومانو د مړینې په تړاو، ۲۱ کسانو ته د بند سزا واوروله.
د روغتیا نړیوال سازمان وايي چې په افغانستان کې د نړیوالو شریکانو په ملاتړ یې د روغتیايي کلسټر له لارې په ۳۴ ولایتونو کې روغتیايي مرستو ته اړو ۹۰۰ زره افغانانو ته روغتیايي خدمتونه برابر کړي دي.
د ملګرملتونو د ماشومانو د ملاتړ اداره "یونیسف" وايي چې د روان ۲۰۲۴ کال په لومړۍ میاشت جنورۍ کې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د سختې تنفسي ناروغۍ ۱۶۰ زره پیښې ثبت کړي چې د تیرکال د همدې مودې پرتله په دغې ناروغۍ د اخته شویو کسانو شمیر کې ۱۶ فیصده زیاتوالی ښيي.
په دغه نوې طریقه کې د سر ویښتانو حجرو ته ورته حجرې (کلون) جوړیږي او بیا د سر د کوپړۍ په هغه ځایونو کې چې ويښته یې تللې وي لګول کیږي.
د روغتیا نړیوال سازمان په نړۍ کې د شري ناروغۍ د چټکې خپریدو په اړه خبرداری ورکړی دی.
یو شمېر کسان په دې اند دي، که چیري د غرمې ډوډۍ د وقفې پرمهال، خپل خواړه د کار د میز پر سر وخوري او په ورته وخت کې خپل کارونه هم سمبال کړي، نو د وخت د ضایع کیدو څخه به یې مخنیوی کړي وي.
د امریکا په اوریګن ایالت کې ډاکټران وايي په یو ناروغ کې یې د طاعون ناروغي تشخیص کړې او ګمان کیږي چې له یوې پیشو څخه یې ورته سرایت کړی وي.
د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ ادارې "یونیسف" د تیر ۲۰۲۳ کال په راپور کې ویلي چې په افغانستان کې پر سختې خوارځواکۍ د اخته ماشومانو د درملنې شمیر کې زیاتوالی راغلی دی.
نور پورته کول