د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي کومه هوکړه چې دی د ایران سره کوي، هغه به د اسرائیل د لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو لخوا ومنل شي.
د امریکا مرکزي قومندانۍ وایي چې د هرمز تنګي او د سیمې د هیوادونو په طرف یې د ایران د یو شمیر ډرونونو تر نسکورولو وروسته، د شنبې په ورځ (جون شپږمه) هغه هیواد د ساحلي څارنې پر مراکزو بریدونه کړي دي.
د امریکا پوځي مشران او ځینې قانون جوړونکي وایي چې د امریکا وسلهوال ځواکونه باید خپلواک (Autonomous) سیسټمونه په چټکۍ سره په عمل کې وکاروي او د بېلابېلو پوځي څانګو ترمنځ یې لا ښه همغږي رامنځته کړي، څو په راتلونکو جګړو کې له سیالانو مخکې شي.
د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ اعلان وکړ چې د دغه هېواد د سکرو پر بنسټ د برېښنا تولیدوونکو فابریکو د ملاتړ او آسیا ته د کاربني سون توکو د لېږد لپاره به سلګونه میلیونه ډالر ځانګړي کړي.
اسرائیل او لبنان د متحدو ایالتونو په منځګړیتوب په واشنګټن ډي سي کې تر یو لړ خبرو اترو وروسته، د چهار شنبې په ورځ (جون دریمه) د اوربند په پلي کیدو هوکړه وکړه.
د اسرائیل او لبنان حکومتونو د سهشنبې په ورځ (جون ۲) د امریکا د بهرنیو چارو په وزارت کې د سولې د خبرو اترو څلورم پړاو ترسره کړ. دا په داسې حال کې ده چې اسرائيلي ځواکونو د لبنان په جنوب کې د حزب الله پر ضد عملیاتو ته دوام ورکړی دی.
د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مصنوعي ځيرکتيا په برخه کې یو اجرائيوي فرمان لاسليک کړ چې له مخې یې ددې ټکنالوژۍ خوندیتوب او په دې برخه کې د امریکا مخکښ توب ته لار هواریږي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو، د سې شنبې په ورځ د ایران پر ضد د امریکا د پوځي عملیاتو دفاع وکړه او ویې ویل چې د دغه هېواد د اټومي پروګرام لپاره د رژیم دودیز دفاعي پوښ «په پراخه کچه کمزوری شوی» دی.
د دوشنبې په ورځ (د جون لومړۍ نېټه) د ایران د بندر عباس بندر په اوبو کې هغه بېړۍ لیدل کېدلې چې د هرمز له تنګي څخه د تېرېدو اجازې ته په تمه وې.
د امریکا د متحدو ایالتونو د ولسمشر مرستیال، جې ډي وینس د امریکا د هوايي ځواک اکاډمۍ فارغانو ته ویلي چې د امریکا د پوځي ځواک راتلونکی به د ګواښونو په وړاندې په چټک ځواب او غبرګون پر تطابق او انعطاف پورې تړلی وي.
د «۲۵۰ ازادۍ» په نوم د دولتي او خصوصي مشارکت یو بنسټ، د دوشنبې په ماښام (مۍ ۲۵) د ویرجینیا ایالت د ارلینګټن په ملي هدیره کې د امریکايي سرتېرو د یاد او درناوي په ورځ ځانګړي مراسم ترسره کوي.
نور پورته کول