اسرائیل وايي د ایران د راکټي بریدونو په ځواب کې يي هوايي ځواکونو په سیمه ییز وخت، د دوشنبې په ورځ [جون اتمه] د ایران د ترهګر رژیم پر پوځي اهدافو برید کړی دی. دا د اپریل میاشتې له اوربند راهیسې د دواړو خواوو ترمنځ لومړني بریدونه دي.
د اروپايي ټولنې مشرانو د جمعې په ورځ (د جون ۵مه) په مونټینیګرو کې د اروپايي ټولنې او لوېدیځ بالکان د سرمشریزې له جوړېدو مخکې د فرانسې، جرمني او سربیا له مشرانو سره وکتل.
د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې چارشنبې جون درییمه رایه ګیري وکړله او د امنیت شورا لپاره یې پنځه غیر دایمي غړي وټاکل.
د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو او د دفاع وزارت یې د دوشنبې په ورځ خپلو دفاعي ځواکونو ته امر کړی چې د لبنان د مرکز بیروت په شاوخوا کې د حزب الله تر کنترول لاندې سیمو باندې بریدونه وکړي.
د اسرائیل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د یکشنبې په ورځ [مې ۳۱مه] وویل هغه خپلو ځواکونو ته امر کړی چې په لبنان کې د ایران پلوې حزب الله ترهګرې ډلې پر وړاندې جګړه نوره هم پراخه کړي.
د متحدو ایالتونو د جګړې وزیر پيت هګسیت د شنبې په ورځ (مې ۳۰) په سنګاپور کې اعلان وکړ چې متحده ایالات، بریټانیا او اسټرالیا د اکوس درې اړخیز دفاعي تړون له مخې د بې چلوونکو سمندري اوبتلونو جوړولو په برخه کې همکاري کوي.
ټاکل شوې چې نن (مۍ۲۹) په واشنګټن کې د اسرائیل او لبنان پوځي چارواکي سره مخامخ خبرې وکړي. دا غونډه داسې مهال کیږي چې د دواړو خواو ترمنځ د اوربند سره سره د اسرائیل او حزب الله ترهګرې ډلې ترمنځ جکړه هم روانه ده.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د پنجشنبې په ورځ (د مې ۲۸مه) وویل چې اوکراین به ۲۰ نوې جنګي جټ الوتکې واخلي، او سویډن به په راتلونکی کال کې د ۱۶ زړو ماډلونو الوتکو په برخه کې د اوکراین سره مرسته وکړي.
اسرائیل وایي د پنجشنبې په ورځ یې په داسې حال کې د بیروت پر یوې جنوبي څنډې هوايي برید کړی چې د لبنان په جنوبي سیمو کې د حزبالله پر ضد د اسرائیل بریدونه دوام لري
اسرائیل د چهارشنبې په ورځ وویل چې د غزې په ښار کې په یو هوايي برید کې یې د حماس د وسلهوالې څانګې نوی ټاکل شوی مشر محمد عوده وژلی دی.
د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي د هغه د اړیکو د سلاکار په وینا، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او کانګرس ته یو لیک استولی او په اوکراین کې یې د هوايي دفاع د توغندیو د جدي کمښت موضوع راپورته کړې ده، په داسې حال کې ده چې روسیه پر دغه هېواد د نورو بریدونو ګواښ کوي.
د اوکراین هوايي ځواک ویلي روسیې د سېشنبې په شپه پر اوکراین دوه د اسکندر-اېم بالستیک توغندي او ۱۲۲ ډرونونه وتوغول. د اوکراین هوايي دفاع ۱۱۱ ډرونونه یا نسکور کړي او یا یې شنډ کړي، خو په ۱۱ ځایونو کې د توغندیو یا ډورن د لګېدو راپورونه ثبت شوي دي.
نور پورته کول