د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د هند د فوټبال ملي لوبډلې ته په خپل کور کې د ننه ۲-۱ ماتې ورکړه.
د پاکستان د کرکټ ملي ټیم لوبغاړي راتلونکي شل اوریز نړیوال جام ته د تیاري په موخه ددغه هېواد د پوځ سره د دوو اوونیو د فیټنس تمرینات ترسره کوي.
د پاکستان نومبدي تیز توپ اچوونکي محمد عامر یکشنبه مارچ ۲۴ (وري پنځمه) اعلان وکړ چې د نړیوال کرکټ څخه د استعفا کولو پریکړه بیرته اخلي او د راتلونکي نړیوال جام لپاره چمتو دی چې د پاکستان لپاره لوبه وکړي.
د فوټبال ۲۰۲۶نړیوال جام د غوراوي سیالۍ: د افغانستان او هند لوبه مساوي شوه د فوټبال د ۲۰۲۶ نړیوال جام او د اسیا د ۲۰۲۷ د غوراوي په سیالیو کې د افغانستان او هند ترمنځ لوبه صفر صفر مساوي شوه.
د استرالیا کرکټ ادارې له لوري د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې سره د شل اووریزه لوبو پر ځنډولو د افغانستان کرکټ بورډ د خواشینۍ ښودلو وروسته په دې اړه افغان نجونو هم غبرګون ښودلی دی.
د استرالیا له خوا د افغانستان سره د کرکټ د شل اوریزو سیالیو د لړۍ د لغوه کېدو له اعلان یوه ورځ وروسته د افغانستان د کرکټ بورډ د چهارشنبې په ورځ مارچ ۲۰ (وري ۱) وویل چې "کرکټ باید سیاسي نشي."
استرالیا د سه شنبې په ورځ مارچ ۱۹ (کب ۲۹) اعلان وکړ چې د طالبانو په واکمنۍ کې د ښځو د حقونو د خرابېدوکي وضعیت له کبله یې د افغانستان سره د نارینه وو د کرکټ د شل اوریزو سیالیو لړۍ لغوه کړې ده.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې دوشنبه مارچ ۱۸ (کب ۲۸) د آیرلینډ لوبډلې ته په دریمې لوبې کې هم ماتې ورکړله او پدې سره یې د دریو شلو اوریزو لړۍ ۳ـ۱ وګټله.
مشهور چاپنداز سرور پهلوان چې تازه یې په مزارشریف کې د بزکشۍ ټورنمنټ ګټلی، وايي د کاله تر ۱۰ زره ډالر ګټي او همدارنګه بریالي ټیم ته د سپانسر شرکتونو له خوا ۳۵۰۰۰ زره ډالر ورکول کیږي چې د ټیم غړي یې په خپلو کې ویشي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ځوان لوبغاړی صدیق اتل وایي چې د آیرلینډ سره په لوبه کې د منډو په کولو کې مشر لوبغاړي، محمد نبي ورسره ډیره مرسته کړې.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د شلو شلو اورونو لومړنۍ لوبه د آیرلینډ لوبډلې ته د ۳۸ منډو په توپیر وبایلله.
د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې نوموتی لوبغاړی راشد خان چې د ملا عملیاتو له کبله د څو میاشتو راهیسې په لوبو کې برخه نه درلوده، ، روغ شوی او ټاکل شوې چې د آیرلینډ په خلاف د شلو شلو اورونو په نړیوالو لوبو کې د افغانستان د لوبډلې مشري وکړي.
نور پورته کول