د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کې د ځوانانو لویه غونډه وشوه


په کابل کې د ځوانانو لویه غونډه وشوه
په کابل کې د ځوانانو لویه غونډه وشوه

ولسمشر حامد کرزي د افغانستان د ځوانانو د عالي شورا په دوهمې کلنۍ غونډه کې چې نن په کابل کې وشوه، د دوی نه وغوښتل چې زده کړې ته ملا وتړي.

په دې ناسته کې د کابینی ځینې غړو، د ولسي جرګې مشر، د سولې د عالي شورا رئیس او یو شمیر ځوانانو ګډون کړی و.

ولسمشر کرزي د افغان ځوانانو د وړتیاو ستاینه وکړه خو زیاته یې کړه چې اوس هم افغانستان د نورو ملکونو مرستې ته اړ دی.

ښاغلی کرزی د افغانستان د بریا یوازنۍ لار، د علم او پوهې د کچې په لوړولو کې ګڼي او وایي اوس هم داسې ځوانان شته چې پر خپل راتلونکي باندې د نه اعتبار له کبله نورو بهرنیو ملکونو ته د تګ دپاره هڅې کوي.

په افغانستان کې دا وخت د ټول نفوس ۶۵ فیصده ځوانان دي. ښاغلی کرزی په دې باور دی چی د ځوانانو بې تعلیمه پاتې کیدل دا وېره را منځته کوي چې هیواد یې د هرې خوا تر برید لاندې راشي.

خو د ځوانانو سره یې دا اندیښنه هم شریکه کړه چې نن سبا افغان خوانان په هیواد کې د خپل مطمینه او ډاډه راتلونکي په باب باوري ندي له همدې امله ډیری ځوانان ددې پر خای چې د هیواد د ښه راتلونکي په باب فکر وکړي د ستونزو نه اوږې سپکوي او د بهر نیو هیوادونو لاره خپلوي.

په همدی حال کې د ولسي جرګې رییس رووف ابراهیمی هم ژمنه کوي چې د ځوانانو ستونزې به په پارلمان کې څیړي او هغه ته به د حل لارې مومي.

اجمل داور چې د هلمند ولایت د ځوانانو د شورا غړی دی وایي د یوه کال په تیریدو یې شورا ډیرې لاس ته راوړنې درلودې.

د افغانستان د ځوانانو عالی شورا د اطلاعاتو او کلتور وزارت په چوکاټ کې جوړه ده او نن سبا په نږدې تولو ولایتو کې ۲۴۰ زره غړي لري.

دا شورا یو کال د مخه جوړو شوه او استازي یې دولت نه غواړي چې د ځوانانو د تعلیم په لار کې عملي ګامونه اوچت کړي. د ولایتو ځوانانو ته هم په تحصیلي بورسونو کې برخه ورکړي.

XS
SM
MD
LG