د لاس رسي وړ اتصالات

سیما ثمر د نوبل متبادله جایزه وګټله


آرشیف
آرشیف
د افغانستان د بشري حقوقو د خپلواك كميسيون مشرې، سیما ثمر ته نن د معیشت د حقوقو په نامه جایزه ورکول شول. دغه جایزه هغه چاته ورکول کیږي چې د نورو د ژوند د ښه کولو لپاره کار کوي.

د دغې جایزې د ورکولو ډلې په یو بیان کې ویلي دي چې ۵۵ کلنې سیما ثمر ته یې جایزه د بشري حقوقو، په تیره بیا د ښځو د حقوقو په برخې کې د هغې د اوږدې مودې او زړه ورې مبارزې لپاره ورکړې ده.

دغه ډله چې په سویډن کې ده، وايي چې سیما ثمر د نړۍ په ترټولو خطرناکه سیمې کې د بشري حقوقو لپاره کار کړی دی.

سیما ثمر چې ډاکټره ده، ورسته له هغه نه پاکستان ته مهاجره شوه چې میړه یې په ۱۹۸۴ کال کې وروسته له دې نه چې د هغه وخت د رژیم لخوا ونیول شو لادرکه شو. هغه بیرته په کال ۲۰۰۱ کې افغانستان ته راستنه شوه. هغه لومړی د ښځو د چارو د وزیرې په توګه کار کاوه او د ۲۰۰۲ کال نه راپدیخوا د افغانستان د بشري حقوقو د خپلواک کمیسون مشرې په غاړه لري.

د معیشت د حقوقو په نامه دغه جایزه سیما ثمر ته د د امریکايي سیاسي مفکر، جېن شارپ (Gene Sharp) سره په ګډه ورکړل شوې ده. د جایزې د ورکولو ډلې جېن شارپ په نړۍ کې د عدم تشدد د انقلاب تر ټولو لوی ماهر خطاب کړي. همدراز ۹۰ کلن ترکي، حیرتین کاراسا ته چې په ترکیې کې یې د چاپیریال د ساتنې فعالیت پیل کړی هم افتخاري جایزه ورکړل شوه. دغه درې کسان به د 193000 ډالرو دغه جایزه په خپل مینځ کې سره وویشي.

دغې جایزې ته چې په کال ۱۹۸۰ کې یې بنسټ ایښودل شوي د نوبل متبادله جایزه هم ویل کیږي.
XS
SM
MD
LG