د لاس رسي وړ اتصالات

د الزایمر په ناروغۍ


د صحت نړیواله اداره - ډبلیو، ایچ، او - وایی چي په نړۍ کي نږدې ١٨ میلیونه انسانان، د الزایمر په ناروغۍ اخته دي.

د الزایمر ناروغۍ لومړنۍ نښي د ټیټي درجې لیونتوب وي، چي په زرو خلگو کي لیدل کیږي. په امریکا کي په هغو خلگو کي چي اوس یې عمرونه ٦٠ کالو ته نږدې کیږي، د الزایمر د ناروغۍ خطر زیات لیدل کیږي.

د الزایمر ناروغي یو داسي ناروغي ده چی د عصبي حجرو ته د زیان په رسولو، د انسان دماغ ناکاره کوي - انسان له دې کبله یاد داښت له لاسه ورکوي، د غږیدو له صلاحیته لویږي او په خوي کي یې بدلون راځي.

دوه قسمه زخمونه دي چي مونږ دماغي طاعون هم ورته ویلای شو، چي دماغ ناکاره کوي. او په دماغ کي داسي پروټین جمع کوي چي د دماغ حجرې زیان مني کړي.

په امریکا کي د هغو خلگو په سلو کي پینځوس، د الزایمر په ناروغۍ اخته دي د چا چي عمرونه تر ٨٠ کاله جگ وي. خو ځوانان هم په دغه ناروغۍ اخته کیدای شي.

اوس داسي بیلا بیل دارو گان شته چي دغه ناروغي د یو څه وخت لپاره ځنډه ولای شي، خو تر اوسه یې علاج نه شته. او د مایو کلینک ډاکټر رونالډ پیټرسن دغه خبره ډېر کړه وي.

هغه وایی: “دا دواگاني کولای شي چي د ناروغ ژوند لږ څه ښه کړي، چي ځیني هیري شوې خبري وریادي کړي، لږ یې طبیعت ور ښه کړي، روح یې ور تازه کړي، خو دا په یو ډېر کم مقدار سره.”

په امریکا کي روغتیایې کار پوهان وایي چي ځیني نوري دوا گاني شته چي تر اوسه تر څېړنو لاندي دي، او کیدای شي، چي د هغو په مرسته دغه ناروغي د اوږدې مودې لپاره وځنډه ولای شي، او یا بیخي د دغي ناروغۍ مخه و نیولای شي.

په کال ٢٠٠٦ کي ٣.۴ ملیونه امریکایان د ٦٠ کالو عمر ته ورسېدل، او د دې مقصد دا دی چي د صحت په برخه کي لا زیاتو اسانتیاو‏، ډاکټرانو او روغتیایی کارکونکو ته به اړتیا وي.

XS
SM
MD
LG