د لاس رسي وړ اتصالات

د ساحلي فوټبال لوبډله نړیوالو سیالیو ته چمتوالی نیسي


د ساحلي فوټبال ملي لوبډله د نړۍ د ساحلي فوټبال سیالیو د غوراوۍ سیالیو ته چمتوالی نیسي
د ساحلي فوټبال ملي لوبډله د نړۍ د ساحلي فوټبال سیالیو د غوراوۍ سیالیو ته چمتوالی نیسي

د افغانستان د ساحلي فوټبال ملي لوبډله په قطر کې د نړۍ د ساحلي فوټبال سیالیو د غوراوۍ سیالیو ته چمتوالی نیسي چې تر راتلونکو دریو میاشتو ترسره کیږي.

د ساحلي‌ فوټبال د کمیټې مسول روح الله رستګار وايي چې دغو سیالیو ته د غوره لوبغاړو د ټاکلو په هدف په کابل کې د ساحلي فوټبال سیالۍ یې ترسره کړې.

د رستګار په وینا په دغو سیالیو کې د کابل ښار اتو غوره لوبډلو ګډون کړی وو چې په پای کې دوی وکولای شول غوره لوبغاړي د ساحلي فوټبال لوبډلې ته وټاکي.

د رستګار په وینا غوره کړای شوي لوبغاړي به په اساسي‌ توګه خپلو تمرینونو ته دوام ورکړي تر څو وکولای شي په ښه توګه د غوراوۍ په سیالیو کې ګډون وکړي.

رستګار وايي "ددغو سیالیو د ترسره کولو هدف د ساحلي فوتبال د لوبو د کچې لوړول او د غوره لوبغاړو ټاکل وو".

په ورته وخت کې لوبغاړي وايي چې اوس مهال د ساحلي فوټبال لوبې خورا پرمختګ کړی دی خو هیله من دي‌ چې ښې ورزشي‌ آسانتیاوې ورته برابرې کړي.

د محمد صدیق په نوم یوه لوبغاړي امریکا غږ ته وویل چې دوی غواړي معیاري میدانونه او مسلکي روزنکي ورته په دنده وګمارل شي تر څو وکولای شي په اساسي توګه دغه ورزش پرمخ یوسي.

صدیق وايي "موږ ته باید اساسي پاملرنه وشي او لوبغاړو ته ښې آسانتیاوې برابرې شي تر څو لوبغاړي وکولای شي په ارام فکر سره خپل ورزش وکړي".

د ساحلي فوټبال لوبه دوه نیم کال مخکې په افغانستان کې پیل شوې چې اوس مهال د کابل په ګډون په لسګونه لوبډلې فعالیت کوي.

په ورته وخت کې د فوټبال فدراسیون د اتو ولایتونو ۲۵ روزنکو ته د روزنې پروګرام نن په کابل کې پیل کړ.

د فوتبال فدراسیون وايي چې په دغه روزنیز کورس کې به ګډون والو ته په عملي او نظري توګه روزنه ورکړل شي او له دولسو ورځو څخه وروسته به هغو کسانو ته د فراغت سندونه ورکړي چې وکولای شي په آزموینه کې بریالي شي.

دغه کورس د سي درجې دی چې د آسیا د کنفدراسیون لخوا او د فوتبال فدراسیون په همکارۍ د فوټبال فدراسیون د ایراني تخنیکي دایرکتر لخوا پرمخ بیول کیږي.

د فوټبال فدراسیون وايي چې دغه راز روزنیز کورسونه زیات ګټور دی او له دې سره کولای شي چې د فوټبال لوبې ته په اساسي توګه پرمختګ ورکړي.

XS
SM
MD
LG