د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت د ټاکنیزو اصلاحاتو کمیسیون وړاندیزونه منلي


د ټاکنو د څار یو شمیر ادارې په ځانګړې ډول سیاسي کوندونو ته د څوکیو د بیلولو وړاندیز په اوس وخت کې عملي نه ګڼي.
د ټاکنو د څار یو شمیر ادارې په ځانګړې ډول سیاسي کوندونو ته د څوکیو د بیلولو وړاندیز په اوس وخت کې عملي نه ګڼي.

د افغانستان کابینې تیره ورځ ناوخته په یو ځانګړې غونډه کې د ټاکنیزو اصلاحاتو کمیسیون د لومړي پړاو لس فقره یي وړاندیزونه تائید کړي او د عدلیې وزارت او د چارو ادارې ریاست ته یې دنده سپارلې چې د دغو وړاندیزونو پلي کیدو لپاره قانوني لارې چارې ولټوي.

د اصلاحاتو په دې وړاندیزونو کې د ټاکنیز نظام، ټاکنیزو حوزو، د رای ورکوونکو او د را یو د نوملړ جوړول، د رای ورکونې مرکزونو، د ټاکنیزو کمیسیونونو د غړو شمیر، د ټاکنیزو شکایتونو د ارزونې میکانیزم، په ولایتونو کې د ټاکنیزو شکایتونو د کمیسیونونو جوړښت، په پارلمان کې د ښځو ونډې او د کارکونکو جذبول شامل دي.

د افغانستان د ولسمشرۍ د رسنیو دفتر په دې خبرپاڼه کې ویلي، چې کابینې د عدلیې وزارت او د چارو ادارې ریاست ته دنده سپارلې تر څو د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون وړاندیزونو لپاره ژر تر ژره قانوني لارې چارې پیدا کړي.

دغه راز، په خبرپاڼه کې راغلي، چې کابینې د دواړو ټاکنیزو کمیسیونونو د دندو او صلاحیتونو په اړه د ټاکنیزو اصلاحاتو کمیسیون له‌خوا د قانون یوه طرح چې په ۵ فصلونو او ۲۶ مادو کې تدوین شوې هم منلې ده.

په همدې توګه په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د کابینې غونډې د ټاکنو قانون په ځینو برخو کې د تعدیل او په ځینو مادو کې د زیاتوالي پریکړه کړې ده.

خو له ټاکنو څخه د څار ادارې د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون یو شمیر وړاندیزونه غیر عملي ګڼي او وايي، دغه کمیسیون ته په کار وه چې د وړاندیزونو په اړه یې لومړی د ټاکنو د څار له ادارو سره مشورې کړې وی او وروسته یې افغان حکومت ته سپارلې وی.

د فیفا په نوم د ټاکنو د څار بنسټ وايي، د ټاکنیزو اصلاحاتو کمیسیون په وړاندیزونو کې یو شمیر ستونزې شته چې عملي کول یې په اوسنیو حالاتو کې ناممکن دي.

د دې بنسټ اجرائیوي رئیس محمد یوسف رشید د رایې ورکولو کارټونو نوملړ جوړول یو مثبت ګام وباله خو و یې ویل چې د رایې د کارټونو پر ځای د بریښنايي تذکرو له لارې رایه ورکول عملي بڼه نه لري.

هغه وویل "که د تذکرو د ویش لړۍ نن هم پیل شي نو ناممکنه ده چې د ټاکنو تر نیټې ټول خلک تذکرې تر لاسه کړي او یا ښايي بیا هم د تذکرو په ویش کې درغلۍ وشي او ټولو ته و نه ویشل شي چې له امله به یې زیات خلک د رایې له ورکړې محروم شي."

دغه راز د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون بل وړاندیز چې ورکې د ستونزو یادونه کیږي د (ایس ان ټي وي) سیسټم پر ځای د موازي سیسټم وړاندیز دی، چې له مخې یې د ولسي جرګې د درېمې برخې څوکۍ سیاسي ګوندونو ته ځانګړې شوې دي.

ښاغلي رشید په دې اړه وویل "دا یو ښه اقدام دی خو په اوسنیو حالاتو کې د عملي کیدو وړ نه دی، که چیرې هر ګوند په اټکلیزه توګه ۸۰ تنه ولسي جرګې ته ونوموي نو د ۵۰ ګوندونو په شتون کې دا شمیره څلور زره نوماندانو ته رسیږي، چې د اداري، چاپي، لوژیستیکي او د نوماند د پیژندلو له پلوه دا موضوع خورا اندیښنوونکي او غیر عملي ده."

ټاکل شوې چې د ټاکنیزو اصلاحاتو کمیسیون د روان کال تر پایه په دریو پړاونو کې د خپل کار پایلې افغان ولسمشر ته وړاندې کړي.

د ټاکنیزو اصلاحاتو کمیسیون وړاندیزونه په داسې حال کې د افغان حکومت د کابینې له‌خوا تائید شوي، چې یوه اونۍ مخکې د ټاکنیزو اصلاحاتو کیمسیون دوو غړو له دې کمیسیون سره د پریکون اعلان وکړ.

دوی د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون پر نورو غړو تور ولګاوه چې اکثره یې د سیاسي ګوندونو او کړیو له‌پاره کار کوي، پریکړې یې پر ملي روحیې سمبال نه دي نو ځکه یې له دې کمیسیون سره پریکون وکړ.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون لا دمخه د ټاکنیزو اصلاحاتو کمیسیون وړاندیزونه د افغانستان د ټاکنو د قانون خلاف بللي دي.

XS
SM
MD
LG