د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار او پکتیا کې د کرکټ میدانونه جوړیږي


افغان کرکټ بورډ وايي هڅه یې دا ده چې په ډېرو ولایتونو کې د کرکټ نوي لوبغالي او روزنتونونه جوړ کړي.
افغان کرکټ بورډ وايي هڅه یې دا ده چې په ډېرو ولایتونو کې د کرکټ نوي لوبغالي او روزنتونونه جوړ کړي.

د بورډ عمومي مشر نسیم دانش وايي چې په هېواد کې د کرکټ د لوبغالو د جوړولو په لړ کې دا وارې په پکتیا او کندهار کې د کرکټ میدانونه جوړوي.

ښاغلي دانش وویل چې د پکتیا په میدان باندې به را روانه اونۍ عملي کار پیل شي.

نوموړي د امریکا غږ اشنا ته وویل "راتلونکې اوونۍ د پکتیا په میدان باندې کار شروع کیږي. دا میدان د افغانستان د کرکټ بورډ په ۳۰ جریبه ځمکه کې جوړیږي او شاوخوا درې سوه زره ډالره لګښت پرې راځي."

نسیم دانش وویل که د بیارغونې کارونه یې له پلان سره سم مخ ته ولاړ شي ټول میدان به په شپږو میاشتو کې جوړ شي .

په دغه میدان کې به د نندارچیانو د ناستې ځایونه د ښاغلي دانش په وینا د متحدو عربو اماراتو د ځینو لوبغالو په څېر وي چې څوکۍ به نلري او نندارچیان به په چمن کې ناست او ولاړ وي او له لوبې به خوند اخلي.

د کندهار لوبغالی

د افغانستان د کرکټ بورډ مشر همدغه راز په کندهار کې د یو بل لوبغالي د جوړولو پر پلان هم وغږېده.

ده وویل چې د کندهار د لوبغالي د جوړولو لپاره بودیجه ټاکل شوې او له یو لړ نورو اداري چارو وروسته به یې د رغولو عملي کار پیل شي.

ښاغلي دانش وویل چې د کندهار لوبغالی په ۴۰ جریبه ځمکه کې رغول کیږي چې په خبره یې د ۱۵ او ۲۰ زرو ترمنځ نندارچیانو د ناستې ځایونه به هم ولري.

ښاغلي دانش وویل چې د پکتیا او کندهار د دواړو لوبغالو لپاره بودیجه د افغانستان د کرېکټ بورډ له عمومي بودیجې څخه ورکول کیږي.

افغانستان دا مهال په کابل، ننګرهار، کندز او مزار کې د کرکټ بورډ اړوند نسبتا معیاري لوبغالي لري، خو په دغو ولایتونو کې یو شمېر شخصي لوبغالي هم شته دي چې ملي پانګوالو او نورو سوداګرو جوړ کړي دي.

افغان کرکټ بورډ وايي چې په هېواد کې کرکټ ته د ودې ورکولو په لړ کې په ډېرو ولایتونو کې لوبغالي او روزنتونونه جوړ کړي.

افغانستان په تېرو څو کلونو کې په کرکټ کې پام وړ پرمختګونه وکړل چې له کبله یې د کرکټ نړیوالې او اسیايي شورا ورسره د لوبغالو په جوړولو، روزونکو په ګمارلو،بودیجې او نورو اسانتیاو په برابرولو کې ورسره مرستې کوي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG