د لاس رسي وړ اتصالات

افغانستان د کرېکټ لپاره پښتو اصطلاح ګانې جوړوي


د کرېکټ په نوې پښتو ترمینالوژۍ کې باولر، پنډوسر ته اړول شوی او پېج،ویشتنځای شوی دی .
د کرېکټ په نوې پښتو ترمینالوژۍ کې باولر، پنډوسر ته اړول شوی او پېج،ویشتنځای شوی دی .

د افغانستان کرېکټ بورډ د دغې لوبې لپار د یوې نوې ترمینالوژۍ د جوړولو کار پيل کړی دی.

د بورډ چارواکي وايي غواړي چې د کرېکټ انګلیسي اصطلاح ګانې پښتو او بیا یې دري ته واړوي.

د کرېکټ بورد اجرايوي مشر نور محمد مراد امریکا غږ ته وویل چې د دغې تر ترمینالوژۍ په جوړولو کې د پښتو ژبې استاد او ژبپوه مجاور احمد زیار مرسته کړې ده.

ښاغلي مراد وویل " استاد زیار کابل ته راغلی و زموږ له ټیم سره یې کار کړی دی چې د کرېکټ اصطلاح ګانې پښتو کړو، موږ نوي لغاتونه نه جوړوي بلکې هره اصطلاح چې جوړو رېښه به یې ولسي ژبه وي، لکه موږ باولر چې انګلیس توری دی پنډوسر ته اړولی دی چې رېښه یې پنډوسکه دی او هر څوک پرې پوهیږي، همدغه راز پېچ مو ویشتنځای کړی دی."

نوموړی وايي د دغې ترمینالوژۍ کار شاوخوا ۹۰ فیصده بشپړ شوی پاتې لس فیصده نوره به یې هم ډېره ژر بشپړه شي.

ښاغلي مراد وویل دوی نه غواړي چې د کرېکټ نوې جوړې شوې او جوړېدونکې اصطلاح ګانې په یوه وارې مطبوعاتو ته راوباسي، بلکې دغه کار به سوکه سوکه کوي.

خو پوښتنه دا ده، هغوی چې له کرېکټ سره مینه لري، د دغې لوبې په اصلاح ګانو هم پوهیږي، پښتو ته یې د ژباړولو او اړولو اړتیا څه وه؟

مراد وايي " کرېکټ په افغانستان کې ډېره مشهوره لوبه شوه او ډېر مینوال لري، موږ غواړو چې مینوالو ته یې په خپله ژبه د کرېکټ اصلاح ګانې ولرو، او بل هدف مو دا دی چې نړیوالو ته یې هم وښيو چې دغې لوبې په افغانستان کې څومره پرمختګ کړی دی چې دا یې یوه نمونوي بېلګه ده. "

لوبه د یوه قوم هم نه وي او د هر قوم وي، د لوبو اصطلاح ګانې تر ډېره په خپل حال پاتې وي خو دا لومړی وار دی چې په افغانستان کې د یوې لوبې اصطلاح ګانې د دغه هېواد دوو رسمي ژبو پښتو او دري ته اړول کیږي.

د کرېکټ ځینې اصطلاح ګانې وار د مخه د مطبوعاتو له لارې پښتو او دري شوي دي، لکه څلوریزه، شپږیزه، منډه جوړوونکی، توپ غورځوونکی او داسې نور.

افغانستان په تېرو څو کلونو کې په کرېکټ کې ډېر پرمختګ کړی دی، درې وارې یې د ۲۰ اورونو په نړیوالو سیالیو کې برخه اخیستې ده او اوس د ۲۰۱۵ کال د نړیوال جام لپاره په تیاریو بوخت دی.

افغانستان به را روان کال په لومړي ځل د ۵۰ اورونو په نړیوال جام کې د لوبېدو تجربه کوي.

  • 16x9 Image

    جعفر هاند

    جعفر هاند په ۲۰۱۷ کې په واشنګټن ډي سي کې په امریکايي پوهنتون کې په نړیوالو مطبوعاتو او اړیکو کې ماستري کړې ده. د ننګرهار په پوهنتون کې یې قضا لوستې ده. له ۲۰۰۷ نه تر ۲۰۱۴ کاله پورې د بي بي سي د نړیوالې او افغان څانګې خبریال او پروډیوسر و. د ۲۰۱۴ کال له پیل راهیسې په واشنګټن کې د امریکا غږ اشنا راډیو/تلویزون خبریال دی. 

XS
SM
MD
LG