د لاس رسي وړ اتصالات

افغان جنرال د نشه‌يي توکو د قاچاق په تور ونیول شو


د بغلان پولیس وایي د افغان پوځ د نیول شوي صاحب منصب څخه پلټنې روانې دي
د بغلان پولیس وایي د افغان پوځ د نیول شوي صاحب منصب څخه پلټنې روانې دي

د بغلان ولایت سیمه‌ییز چارواکي وايي، تیره ورځ یې د نشه‌يي توکو د قاچاق په تور د ملي پوځ یو جنرال له دوو سرتیرو سره نیولی دی.

د بغلان ولایتي چارواکي وایي چې دغه پوځي غوښتل ۱۹ کیلوګرام هیروئین کابل ته قاچاق کړي.

د بغلان ولایت د امنیې قوماندان عبدالجبار پُردلي د امریکا غږ وویل چې هیروئین د نیول شوي جنرال له رنجر ډوله موټر څخه ترلاسه شوي دي. ښاغلي پُردلي وویل چې له نیول شوي جنرال او سرتیرو نه پوښتنې ګرویږنې روانې دي.

ښاغلي پُردلي دغه راز وویل "په اساس د یو اطلاع د ښار په کمربند کې ونیول شو سره د ۱۹ کیلوګرام هیروئین، د بغلان له ښار څخه د کابل په استقامت روان وو چې په موټر کې یې هیروئین ځای پر ځای شوي وو، موټر یې رینجر د اردوی ملي وو او دوه سربازان یې هم ورسره وو".

د ملي دفاع وزارت هم په بغلان کې د پوځ د یوه جنرال د نیول کیدو خبره تایید کړې ده.

د دغه وزارت مرستیال ویاند دولت وزیري وايي نیول شوی کس عبدالصمد نومیږي او په مزارشریف کې د ملي پوځ د جلب او جذب د مرکز قوماندان دی.

ښاغلي وزیري وویل "په مزارشریف کې د جلب او جذب دوه مرکزونه دي چې د یوه مرکز قوماندان دغه عبدالصمد په نامه باندې دی، هغه معلومات چې موږ اخیستي دي، ده (عبدالصمد) دغه مواد په موټر کې راوړي دي، نو دا نیول شوي دي، تحقیق ترې روان دی."

ښاغلي وزیري زیاته کړه چې نیول شوی جنرال د ټولنې یو غړی دی او د افغانستان د ملي اردو استازیتوب نشي کولی.

بلخوا د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې نیول شوي کسان له لومړنیو تحقیقاتو وروسته کابل ته لیږدول شوي او دوسیه یې تر څیړنو لاندې ده.​

XS
SM
MD
LG