د لاس رسي وړ اتصالات

ارګ: طالبانو په کندز کې د بشري حقونو ضد کړنې کړي


پنځه ورځې وړاندې طالبانو کندز ونیوه خو تیره ورځ افغان حکومت اعلان وکړ چې دا ښار یې بیرته نیولی دی
پنځه ورځې وړاندې طالبانو کندز ونیوه خو تیره ورځ افغان حکومت اعلان وکړ چې دا ښار یې بیرته نیولی دی

د افغانستان جمهوري ریاست په یوه اعلامیه کې په طالبانو د بشر ضد کړنو تور لګولی دی.

د ارګ په اعلامیه کې ویل شوي چې د کندز په ښارکې لومړنۍ څېړنې ښیي، چې طالبانو او د هغوی ملګرو د کندز ښاریانو تر منځ د وېرې او ډار په اچولو سربېره، له قضا پرته په خپلسري ډول ملکي او نظامي کسان او د کندزیوشمیر ښاریان وژلي او هم یې شکنجه کړي او ځورولي دي.

دا اعلامیه وایي" طالبانو د خلکو پر نوامیسو او عزت تېری کړی اوهغه بندیان یې ازاد کړي دي، چې اکثره یې د خلکو په وژلو او پر مال او عزت په تېرې کولو محکوم وو. هغوی د خلکو مالونه او دولتي شتمنۍ ولوټلې، ځینې دولتي ودانۍ، راډیو او تلویزیون او تعلیمي او تحصیلي بنسټونه یې وسوځول، د کندز د خلکو سوداګري او راکړې ورکړې ته یې سخت زیان واړاوه".

همدارنګه په دغه اعلامیه کي ویل شويِ چې طالبانوه د ملګرو ملتونو د دفترونو او ټولو غیر حکومتي موسسو، قونسلګریو او د بهرنیو هېوادونو د نمایندګیو مالونه هم چور کړِي دي.

د ارګ دا اعلامیه د کندز د حالاتو په باب د بخښنې د نړیوالې ادارې د یو راپور وروسته خپره شوې ده.

د بخښنې نړیوالې ادارې په یو راپور کې طالبان په ورته کړنو تورن کړي دي.

دارګ په بیان کې ویل شوي چې د افغانستان حکومت تصمیم لري، چې د دې جنایت عاملین تر قانوني تعقیب لاندې ونیسي او د قانون پنجو ته یې وسپاري.

تراوسه طالبانو بخښنې د نړیوالې ادارې او د افغان حکومت له خوا په دغې ډلې د لګیدلو تورونو په باب رسنیو ته څه نه دي ویلي.

په روغتونونو کې د دآکټرانو او درملو نشتوالی

د بلې د سره صلیب نړیوالې کمیټې د خپل ټویټر په پاڼه د ښکیلو خواود ملکي وکړو د ژوند د خوندیتوب لپاره د لازمو اقداماتو ترسره کولو غوښتنه کړې ده.

همداشان آی سي آرسي په یو بل پیغام کې په کندز ښار کې په روغتونونو کې د ډاکترانو او درملو د کمې خبر ورکړی دی.

په کابل کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت هم امریکا غږ ته ویلي چې په کندز کې روغتونونه پرانیستي دي خود ناروغانو شمیر ته په کتنې په دغو روغتونونو کې کافي ډاکټران او روغتیایي کارکونکي نشته دی.

د افغانستان د عامې روغتیا د وزارت سلاکار او ویاند ډاکټر وحیدالله مایار وویل چې کندز ته د لارو په خلاصیدو به دا وزارت په عاجله توګه دغه ښار ته ګرځنده روغتیایي ټیمونه او درمل واستوي.

ښاغلي مایار وویل چې تراوسه د کندز روغتونونو ته ۶۰ مړې او ۴۶۶ ټپیان وروړل شوي دي.

د کندز په ښار کې د خلکو ستونزې

په کندز کې نن د جګړې په پنځمه ورځ ترغرمې پورې اوضاع ارامه وه خو بیا وروسته افغان امنیتي ځواکونو د ښار په هغو برخو کې چې لا هم طالبان په کې شته، تصفیوي عملیات پیل کړل.

د کندز د امنیې قوماندانۍ ویاند سید سرور حسیني امریکا غږ ته وویل چې د کندز په ښار کې میشتو ځواکونو ته د ښار په مختلفو خواو د پرمختګ امر شوی دی.

په کندز ښار کې خلک وایي چې له ډیرو ستونزو سره مخ دي.

دوی وایي چې هره ورځ به یې تیاره ډوډۍ له بازاره کور ته وړله اوس له ستونزو سره مخ دي او په ښار کې هم ډوډۍ نه پیدا کیږي.

ذبیح الله زیاتوي چې خلک بریښنا نه لري د ټلیفونونو کارتونه نه پیدا کیږي او که پیدا هم شي د ۵۰ افغانیو کارت په سل افغانۍ پلورل کیږي.

نوموړی د خوراکي موادو او درملو د نشتوالي ستونزه جدي ګڼي او زیاتوي د تیرې ورځې په جګړه کې چې ځینې کسان ټپيان شوي دي او زخمونه یې ډیر ژور نه دي په کورونو کې دي او روغتونونو ته له دې ویرې نه دي وړل شوي چې په لاره کې به پرې طالبان ډزې وکړي او وبه وژل شي.

د ښار د سرحوض د کوڅې اوسیدونکی شهیر وایی چې دوي له کوره د باندې نه شي راوتلی او په کوڅو کې هم نه شي ګرځیدلای ځکه چې د ښار په ټولو لوړو تعمیرونو کې طالبانو سنګرونه نیولي او په ملکي او نظامي خلکو ډزې کوي، خو د شپې له خوا تر اوسه پورې په ښار کې جنګ نشته او پر یوبل ډزې نه کیږي.

د کندز په فضا کې طیاری ګرځي خو پر مخالفو طالبانو باندې یې دشپې نه راپه دیخوا بمبار نه دی کړی خو یوازې ګزمې کوي.

شهیر وایې چې د دولتي قواو ټانکونه له هوايي میدان څخه تر بالاحصاره پورې تیریږي خو طالبان پرې ډزې نه کوي.

پرون د کندز د ښار جنوب لورته ستراتیژیک نظامي ځای بالاحصار بیرته دولتي قواو تر خپلې ولکې لاندې راوستی، د ولایت او امنیې قوماندانۍ په ودانیو کې افغان ځواکونه ځای پر ځای دي.

  • 16x9 Image

    ګل رحیم نیازمن

    گل رحیم نیازمن له کال ٢٠٠٢ نه له امریکا غږ اشنا راډیو سره د خبریال په حیث کار کوي. په کندوز پوهنتون کې لومړی د اقتصاد او وروسته  د ادبیاتو له پوهنځي څخه فارغه شوی. د افغانستان په شمال کې د مدني او ادبي ټولنو فعال غړی دی.

XS
SM
MD
LG