د لاس رسي وړ اتصالات

د افغان حکومت ځينې برخې لاهم په سرپرستانو چلیږي


د ولسي جرګې ځیني غړي بیا وايي، ښايي تر درې زرو پورې پوسټونه د سرپرستانو تر ادارې لاندې وي.
د ولسي جرګې ځیني غړي بیا وايي، ښايي تر درې زرو پورې پوسټونه د سرپرستانو تر ادارې لاندې وي.

د ملي یووالي د حکومت له جوړیدو څخه نژدې یو نیم کال تیریږي، خو لا هم دغه حکومت نه دی توانیدلی چې په بشپړه توګه په حکومتي ادارو کې سرپرستي ختمه او خالي پوستونه ډک کړي. د امریکا غږ موندنې ښیي چې ښايي په زرګونو سرپرستان لا هم په ادارو کې موجود وي.

د دفاع وزیر سرپرست دی، د ملي امنیت د رئيس له استعفی وروسته دا اداره هم سرپرست لري. لویه څارنوالي او د محلي ارګانونو اداره هم د سرپرستانو له خوا اداره کیږي.

د بلخ او نورستان والیان سرپرست دي. کندز لا هم والي نه لري، په محلي اداره کې تر ۱۲۰۰ پورې پوستونه خالي وو، چې اوس زر پوسته ډک شوي، د کابل ښاروالۍ په شمول درويشت نورې ښاروالۍ هم بې ښارواله دي او سرپرستان یې اداره کوي.

د شپږ ویشتو ریاستونو اداره هم د سرپرستانو په لاس کې ده، تازه د ۱۲۰ ولسوالیو د ولسوالانو دندې اعلان شوي، د سیمیزو ارګانونو د ادارې ویانده منیره یوسفزاده وايي، ژر به سرپرستي ختمه کړي.

منیرې یوسفزاده امریکا غږ ته وویل "کومه وعده چې د محلي ارګانونو ادارې له خلکو سره کړې ده، ټول هغه پوسټونه چې د سرپرستانو لخوا په محلي ادارو کې پرمخ وړل کیږي، د حمل تر میاشتې پورې به یې ډک کړي."

د ولسي جرګې ځیني غړي بیا وايي، ښايي تر درې زرو پورې پوسټونه د سرپرستانو تر ادارې لاندې وي.

د افغانستان په ډیپلوماټیکه دستګاه کې هم د سرپرستۍ سلسله ختمه نده. د ولسي جرګې د نړیوالو اړیکو د کمیسیون غړی عبدالقادر ځاځی وايي، د یو شمېر سفارتونو چارې د سرپرستانو له خوا پرمخ وړل کیږي.

عبدالقادر ځاځي وویل "سفارتونه له اتو نه تر دوولسو پورې خالي دي، چې مهم یې یادولی شم، د کاناډا سفارت خالي دی، د بریتانیا سفارت خالي دی، د ایټالیا، مسکو او اندونیزیا سفارتونه خالي دي، نور هم دي، دا ډول له سلو نه تر یو سلو شلو پورې له شاژدافیر نه ونیسه تر سکرترانو پورې خالي دي او سرپرستان پکې دي."

د بهرنیو چارو وزارت وايي، ځینې سفیران یې نومولي خو د کوربه هیواد تائیدي ته منتظر دي.

امریکا غږ موندلې چې په وزارتونو کې تر لسو معینیتونه د سرپرستانو لخوا پرمخ وړل کیږي، د ولسمشر د ویاند مرستیال ظفر هاشمي وايي، د حکومت رهبري د یوه مهم پوسټ لپاره له ګڼو کاندیدانو سره په خپله دندې مرکې کوي او ترې ازموینې اخلي.

ظفر هاشمي وویل "زمونږ هڅه دا ده، له هغې چې یو څوک په دنده ژر وګماروو، ښه دا ده چې یو څوک د لنډ وخت لپاره ولرو، دوی ترهغو پورې دندې پرمخ وړي چې یو وړ کس ورته وټاکل شي او مرکې ورسره وشي."

ځینو سرچینو امریکا غږ ته وویل چې ښايي دوه ویشت زره دندې د سرپرستانو لخوا پرمخ وړل کیږي، ځینې نورې سرچینې بیا وايي، پنځوس زره دندې خالي دي، خو هیڅ حکومتي لوری دا نه مني.

د ملي یووالي د حکومت له جوړېدو وروسته څو میاشتې کابینه او ولایتونه د سرپرستانو له خوا پرمخ وړل کېدل، ځيني څېړونکي دا کار د ولسمشر او اجرائيه رئيس ترمنځ په ګمارنو اختلاف ګڼي خو حکومتي ویاندویان بیا دا ردوي.

XS
SM
MD
LG