د لاس رسي وړ اتصالات

زاخېلوال: د لندن کنفرانس ته پوره تیاری نیول شوی


د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې ترمنځ د همغږۍ او څارنې ګډ بورډ غونډه
د افغان حکومت او نړیوالې ټولنې ترمنځ د همغږۍ او څارنې ګډ بورډ غونډه

د افغانستان د مالیې د وزارت سرپرست وزیر حضرت عمر زاخېلوال وايي، افغان حکومت د لندن راتلونکي کنفرانس ته پوره چمتوالی لري او د لندن له عمومي کنفرانس به یوه ورځ وړاندې درې ناستې هم ترسره شي.

ښاغلي زاخېلوال چې نن د بهرنیو چارو په وزارت کې د همغږۍ او څارنې ګډ بورډ ته د لندن د کنفرانس د وروستیو تیاریو په ناسته کې خبرې کولې، وویل د ډیسمبر په څلورمه د لندن له عمومي کنفرانس به وړاندې د سیمیزو همکاریو ناسته هم ترسره شي، چې د افغانستان ګاونډيان، منځنۍ اسیا، ترکیې، روسیې، سعودي او عربي متحده اماراتو چارواکي به پکې برخه ولري، او په سیمه کې له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو ژمنې به ترلاسه شي او د لندن په عمومي کنفرانس کې به هم دا ژمنې مطرح شي.

ښاغلي زاخېلوال وویل ددې ترڅنګ به د خصوصي سکټور او مدني ټولنو استازي به هم د لندن تر غونډې یوه ورځ مخکې ناستې ولري.

د ماليې سرپرست وزیر وویل نوی افغان حکومت د لندن له کنفرانس تمه لري، چې د مرستو په مؤثریت کې ورسره ژمنې وکړي او مرستې په هغو پروژو چې بنسټیزه وي او افغانستان په پښو دروي ولګول شي.

هغه وویل دوه نیم کاله وړاندې د ټوکیو له کنفرانس وروسته د نړیوالو مرستې تر یوه حده د ملي بودیجې له لارې لګول شوي دي، خو تر دې زیات افغان حکومت دداسې مرستو له میکانیزم په تمه کې دي.

د ماليې سرپرست وزیر وویل‪"‬ د لندن کنفرانس په داسې حال کې دایریږي، چې د افغانستان د ملي یووالي حکومت نوی دی، د ملي یووالي حکومت به د انکشافي پروژو برنامې وړاندې کړي، د تېر حکومت په بحثونو چې پخوا یې کړي هم بحث ولري.‪"‬

بل لورته د یوناما مشر نیکولاس هیثم بیا وویل چې نوي افغان حکومت د لندن کنفرانس ته پوره تیاری نېولی دی او تیاري لري، هغه وویل دا کنفرانس به د دواړو لورو لپاره ښې پایلې ولري.

په افغانستان کې د برېتانیا سفیر ریچارد سټاګ وویل د لندن کنفرانس به د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د همکاریو نوې پاڼه پرانیزي.

د لندن دا کنفرانس به د ډیسمبر په څلورمه دایر شي، دا کنفرانس د ټوکیو د کنفرانس په تعقیب دایریږي او پکې نړیوالو د ټوکیو د کنفرانس د ژمنو تجدید کوي.

مشرانو جرګې له خوا امریکا او ناټو سره امنیتي تړونونو تائیدول

د لندن د کنفرانس د چمتوالي لپاره دا غونډه په داسې حال کې جوړه شوې چې مشرانو جرګې هم نن په یوه فوق العاده غونډه کې د امریکا او ناټو سره د افغانستان دفاعي او امنیتي ټړونونه د رایو په اکثریت تائید کړل.

د مشرانو په جرګه کې نن ټول دوه اویا سناتوران حاضر وو چې دغو سناتورانو پنځه شپیته یې د امریکا سره د افغانستان د امنیتي او د فاعي همکاریو تړون او هم د ناټو سره د افغانستان د امنیتي او دفاعي همکاریو تړون په پلوۍ رایه ورکړه، پنځه سناتورانو د تړون په مخالفت او دوه سناتورانو ددغه تړون سره د مخالفت له امله د مشرانو جرګې له تالار نه په احتجاجي توګه هم ووتل.

د مشرانو جرګې دمخه ولسي جرګې هم دا دواړوه تړونونه د رایو په اکثریت تائید کړي وو.

راتلونکې اونۍ په لندن کې د افغانستان په هکله کنفرانس د جوړیږي د افغانستان پارلمان دواړه مجلسونود افغان حکومت د تمې سره سم امریکا او ناټو سره د امنیتي او دفاعي همکاریو دواړه تړونونه تائید کړل.

XS
SM
MD
LG