د لاس رسي وړ اتصالات

ارګ: د سیاسي نظام ستنې ټینګې دي


افغان چارواکي وايي د ملي یووالي حکومت ستنې ټینګې دي
افغان چارواکي وايي د ملي یووالي حکومت ستنې ټینګې دي

افغان حکومت وایي چې د امریکا د استخباراتو د ملي ادارې د مشر جیمز کلپر څرګندونې په ځانګړي ډول افغانستان ته متوجه نه دي بلکې تر ډیره په کې د سیمې په لویو ګواښونو بحث شوی دی.

د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال سید ظفر هاشمي، امریکا غږ ته د امریکا د سنا مجلس یوې استماعیه غونډې ته د دغه هیواد د استخباراتو د ملي ادارې د رئیس جیمز کلپر څرګندونو ته په ځواب کې ویلي افغانستان د سیمه ایزو ګواښونو سره د مقابلې توان لري.

ښاغلي هاشمي وویل " هغو تجربو ته په پاملرنې چې مونږ یې لرو، د افغانستان د اسلامي جمهوریت نظام جوړښت د سیمه ایزو ګواښونو او بدلونونو پر وړاندې د مقابلې او مقاومت توان لري. په یاد ولرئ چې د افغانستان د ملي یووالي حکومت د افغانستان د بشپړ اکثریت خلکو ارادې تمثیلوي، کومې څرګندونې چې ښاغلي کلپر کړي په کې د افغانستان په نسبت ترډیره د سیمه ایزو ګواښونو تصویر وړاندې شوی او حالات ارزول شوي دي ".

د امریکا د استخباراتو د ملي ادارې رئیس، د سه شنبې په ورځ د امریکا د سنا یوې استماعیه غونډې ته وویل چې افغانستان په روان عیسوي کال کې د سیاسي سقوط سره مخ دی.

د امریکا د استخباراتو ملي اداره د سي آی اي په ګډون د دغه هیواد د ۱۶ استخباراتي ادارو د چارو همغږي په غاړه لري.

ښاغلي کلپر وویل چې په افغانستان کې سیاسي جوړجاړي په برخه کې ډیر څه نه دي شوي او افغان حکومت د مالي سرچینو د کموالي له جدي ګواښ سره مخامخ دی. همداشان هغه وویل چې د طالبانو بریدونه هم زیات شوي دي.

خو د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال وایي چې افغان حکومت خپلو تعهداتو ته ژمن دی او همدا نن کابینې د ټاکنو په سیستم کې د اصلاحاتو لپاره په ټاکنیزو کمیسیونو کې د اصلاحاتو یوه طرحه تصویب کړې ده.

ښاغلي هاشمي وویل " د افغانستان کابینې نن د ټاکنو د خپلواک کمیسیون او د ټاکنیزو شکایتونود کمیسیون د وظایفو، تشکیلاتو او واک طرحه تصویب کړه چې د افغانستان جمهوررئیس یې د یو تقنیني فرمان په بڼه توشیح کوي، د پارلماني چارو وزارت او عدلیې وزارت ته یې دنده وسپارله چې دا د افغانستان ملي شورا ته واستوي، چې دا د ټاکنیزو اصلاحاتو په برخه کې په شفافه توګه د ټاکنو د ترسره کولو لپاره د افغانستان د اسلامي جمهوریت او پخپله د جمهور ریس د ژمنو یوه برخه ده، چې د اقدام د ټاکنو په بهیر کې د ټولو شاملو اړخونو سره د سلامشورو وروسته ترسره شوی دی ".

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال جاوید فیصل هم وایي چې د افغانستان سیاسي، امنیتي او اقتصادي جوړښتونه پیاوړي دي او د سیمې له ستونزو سره د مقابلې توان لري.

ښاغلي فیصل وویل " افغانستان په هیڅ صورت سیاسي او اقتصادي پلوه ماتې نه خوري، راتلونکی کال زمونږ لپاره ډیر مهم کال دی، مونږ د سولې خبرو ته د چمتوالي ترڅنګ راتلونکي کال ته نظامي چمتوالی هم لرو".

د افغانستان د چارو یو شمیر کارپوهان د ښاغلي کلپر څرګندونې جدي ګڼي او دا ګڼي چې افغان حکومت باید مخکې له دې چې حالات نور هم ناسم لور ته لاړ شي د نظام د اصلاح لپاره اقدامات وکړي.

خو د افغانستان د چارو یو کارپوه د کابل پوهنتون د سیاسي علومو د پوهنځي استاد نصرالله ستانکزی په دې باور دی چې افغانانو تل په سختو حالاتو کې خپل یوالی ساتلی دی.

ښاغلي ستانکزي امریکا غږ ته وویل " ممکن په سیاسي برخه کې نیمګړتیاوې موجودې وي، خو په عمومي ډول زما په باور خلک او د افغانستان امنیتي ځواکونه به خپل ځان وساتي او له خپل ځان څخه به دفاع وکړي ".

ښاغلی ستانکزی هم وایي چې د افغانستان د ملي یووالي مشران په دې پوهیږي چې د افغانستان ثبات او بقا د هغوی حکومت پورې ټړلې ده، نو ځکه ورته په کار دي چې په خپلو منځو کې هماهنګي زیاته کړي.

XS
SM
MD
LG