د لاس رسي وړ اتصالات

۷۵٪ افغانان په ملاریا د اخته کېدو له ګواښ سره مخ دي


د افغانستان یوازې ۲۴ فیصده خلک په هغو سیمو کې ژوند کوي چې د ملاریا د ماشو له ګواښ څخه خوندي دي
د افغانستان یوازې ۲۴ فیصده خلک په هغو سیمو کې ژوند کوي چې د ملاریا د ماشو له ګواښ څخه خوندي دي

د افغانستان د عامې روغتیا د وزارت مرستیال ډاکټر احمد جان نعیم په کابل کې د ملاریا د ناروغۍ په ضد د نړیوالې ورځې د لمانځنې یوې غونډې ته وویل، چې تیرکال په دغې ناروغۍ د اخته‌ کسانو شمیر د اوړم کال په پرتله اته فیصده راکم شوی وو.

ډاکټر نعیم وویل چې د افغانستان د نفوس ۲۷ فیصده په هغو سیمو کې ژوند کوي چې د ملاریا په ناروغۍ د اخته کیدلو ګواښ په کې خورا لوړ دی.

ډاکټر نعیم وویل "د ملاریا د پیښو ۸۵ فیصده یې د افغانستان په دریو ختیځو ولایتونو ننګرهار، کونړ او لغمان کې دي".

د عامې روغتیا وزارت وایي چې د افغانستان یوازې ۲۴ فیصده خلک په هغو سیمو کې ژوند کوي چې د ملاریا ماشي په کې زیات دي او د دغې ناروغۍ د خپرېدو ګواښ یې هم زیات کړی دی.

د عامې روغتیا د وزارت د شمیرنو له مخې دغه وزارت په تیر عیسوي کال کې په افغانستان کې د ملاریا ټولې ۲۹۵۰۰۰ پیښې ثبت کړي چې د اوړم کال په نسبت په دغو پیښو کېاته فیصده کموالی ښیي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د ملاریا په پیښو کې د کموالي یو علت د خلکو له خوا د بیدیدلو په وخت د پشه‌خانو استعمال ښيي او وایي چې اوس د پخوا په نسبت ډیر خلک د شپې له خوا په ګرمو سیو کې د پشه‌خانو نه کار اخلي.

د افغانستان د عامې روغتیا د وزارت مرستیال ډاکټر احمد جان نعیم وایي یوازې تیرکال د عامې روغتیا وزارت د نړیوالو موسسو په مرسته څلور میلونه او درې سوه پنځویشت زره د ملاریا د ماشو په ضد په درملو ککړې پشه‌خانې په وړیا ډول خلکو ته وویشلې.

همداشان ډاکټر نعیم په افغانستان کې د روغتیایې خدمتونو پراختیا او د دغې ناروغۍ تشخیص هم د ملاریا په مخنیوي کې موثر ګڼي.

که څه هم د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د ملاریا د پیښو په مخنیوي کې د بریالیتوبونو یادونه کوي خو دا وزارت دا مني چې لا هم په دې برخه کې نورو ډیرو هڅو ته اړتیا ده په ځانګړې ډول د ډیرې سختې ملاریا د ناروغۍ د بڼي سره چې په افغانستان کې د مغزي ملاریا په نوم یادیږي لا هم ډیر کار ته اړتیا ده.

خو افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د روغتیا د نړیوالې ادارې ډبلیو ایچ او چارواکي وایي چې په دې برخه کې هم یو څه پرمختګ شوی دی.

په کابل کې د روغتیا د نړیوالې ادارې مشر ریچاډ پیپرکورن وایي چې د افغانستان په شمالي، شمال ختیځ او لودیځو سیمو کې د مغزي ملاریا پیښې راکمې شوې دي.

ښاغلی ریچارډ پیپرکورن وویل "په راروانو کلونو کې به زمونږ پاملرنه د ملاریا له منځه وړلو پروګرام ته اوسي او د ملاریا او لشمانیا د ملي پرګرام سره به خپلو مرستو ته دوام ورکړو ترڅو رامخې ته شوی پرمختګ لا نور هم بریالی شي او په هیواد کې ملاریا له منځه لاړه شي".

په افغانستان کې د ملاریا د ماشي ترڅنګ د لشمانیا ماشي هم شته چې د کابل ترڅنګ په کندهار او یو شمیر نورو ولایتونو کې خلک په دغه ناروغۍ چې په افغانستان کې د سال دانې په نوم یادیږي اخته کوي.

د سال دانې ناروغي اوږده علاج ته اړتیا لري اود ناروغۍ وروسته د ناروغ په بدن یوه لویه چاپه پر ځای پریږدي.

افغانستان د عامې روغتیا وزارت د نړیوالو موسسو په مرسته د تیرې یوې لسیزې را په دیخوا د ملاریا او لشمانیا د ناروغیو د مخنیوي لپاره یو ملي پروګرام پیل کړی دی.

افغان حکومت وایي چې ددغو دواړو ناروغیو پر ضد مبارزه کې وسره نړیواله ټولنه مرسته کوي، دا مرستې د تیر په څیر په ښه توګه روانې دي او کموالی ورکې راغلی نه دی.

XS
SM
MD
LG