د لاس رسي وړ اتصالات

په یوه لسیزه کې د ملي اردو ٦٨٥٣ سرتیري وژل شوي


د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي په خپل ټویټر پاڼه کې د ملي اردو د ځواکونو د تلفاتو په هکله لیکلي چې په تیرو ۱۳ کلونو کې د ملي اردو د سرتیرو په تلفاتو کې هر کال د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.

د هغو ارقامو له مخې چې جنرال عظیمي ذکر کړي دي، د ۱۳۸۲ کال په اوږدو کې د ملي اردو ۹ سرتیري وژل شوي وو، خو په ۱۳۸۳ کال کې ۵۱، په ۱۳۸۴ کال کې ۱۳۸، په ۱۳۸۵ کال کې ۲۰۶، په ۱۳۸۶ کال کې ۳۲۵، په ۱۳۸۷ کال کې ۳۸۰، په ۱۳۸۸ کال کې ۶۳۵ او په ۱۳۸۹ کال کې د ملي اردو د وژل شویو سرتیرو شمیره ۷۴۸ تنو ته لوړه شوې ده.

په همدې توګه په ۱۳۹۰ کال کې د ملي اردو ۸۴۱ سرتیري، په ۱۳۹۱ کال کې ۱۱۷۰، او په ۱۳۹۲ کال کې ۱۴۰۰ تنه وژل شوي دي، خو د ۱۳۹۳ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ملي اردو د سرتیرو د تلفاتو شمیره ۹۵۰ تنو ته رسیدلې ده.

د ملی دفاع وزارت ویاند د ملي اردو د وژل شویو سرتیرو په شمیر کې زیاتوالی په افغانستان کې د جګړې د لمن پراختیا په ګوته کوي.

ښاغلي عظیمي وویل "د جګړې پراخوالی دی، جګړه ده او د پوځي چارو ټول مسؤلیت په غاړه اخیستل دي".

خو د پوځي چارو څیړونکي بیا د ملي اردو د ځواکونو په تلفاتو کې د زیاتوالي نور لاملونه په ګوته کوي.

د پوځي چارو شنونکی عتیق الله امرخیل په باور د سم پلان، سمه سوق او اداره، ښه رهبري او د تجهیزاتو نه شتون هغه مسائل دي چې له امله یې د دولت د وسله والو مخالفینو په وړاندې جګړه کې د ملي اردو په تلفاتو کې زیاتوالی راغلی دی.

ښاغلي امرخیل وویل "که موږ وغواړو چې زموږ تلفات کم شي اول ضرورت دی چې په لیډرشیپ کې مسلکي اشخاص وجود ولري، با ابتکاره وي، محاربه سمه تنظیمه کړي، ښه سوق او اداره ولري، د سرباز مورال لوړ وساتي، ښه اکمالات وکولای شي دا سبب د دې کیږي چې زموږ تلفات کم شي او دښمن ته زیات تلفات ورواړوو خو په دې شرط چې موږ جنګي وسایل په لاس کې ولرو".

په همدې حال کې د ملي اردو د قربانیانو شمیر کورنۍ وايي چې له زیاتو ستونزو سره لاس او ګریوان دي او له حکومت په ځانګړي توګه له دفاع وزارت څخه غواړي چې د هغوي د ستونزو په لرې کولو کې ورسره مرسته وکړي.

د ملی اردو د قربانیانو د کورنۍ یوه غړي فضل عمر چې اته کاله مخکې یې د ملي اردو په لیکو کې خپل ورور له لاسه ورکړی دی امریکا غږ ته وویل د ورور کورنۍ ته یې هره میاشت حکومت ۱۵ زره افغانۍ ورکوي خو دا پيسې د هغه د ورور د کورنۍ د غړو د ژوند زده کړو له پاره بسنه نه کوي.

فضل عمر وویل "له دولت نه زموږ دا غوښتنه ده هغو کورنیو ته چې یو غړی له لاسه ورکوي اول کور باید ورکړي او بیا هغه اولادونه یې چې متعلم دي تر هغې چې خپل تحصیلات ختموي دولت دې ورسره سمه مرسته وکړي چې احتیاج نه وي، اوس اول موږ یو که موږ ورسره مرسته نه وی کړی دا اولادونه یې ټول بې سرنوشته کیدل له تحصیل نه هم پاتې کیدل او آینده یې هم خرابیدله".

د افغانستان د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې د ملي اردو ډیری سرتیري د سړک غاړی ماین چاودنو کې وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې نن په کابل کې د ملي اردو څلور سرتیري هغه مهال ووژل شول چې د ملي اردو پر کاسټر موټر د سړک غاړې ماین وچاودید.

په دې چاودنه کې ۱۲ کسه ټپيان شوي چې شپږ یې دملي اردو سرتیري او شپږ نور یې ملکي وګړي دي.

XS
SM
MD
LG