د لاس رسي وړ اتصالات

ولسي جرګې د دفاع وزارت نوماند ته د رد رایه ورکړه


د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې ۲۱۳ وکیلان حاضر شوي وو، ښاغلي ستانکزي د وزارت د څوکۍ د ګټلو لپاره ۱۰۷ رایو ته اړتیا لرله
د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې ۲۱۳ وکیلان حاضر شوي وو، ښاغلي ستانکزي د وزارت د څوکۍ د ګټلو لپاره ۱۰۷ رایو ته اړتیا لرله

د افغانستان ولسي جرګې خپله نننۍ غونډه د دفاع وزارت نوماند محمد معصوم ستانکزي ته د رایو ورکولو لپاره ځانګړې کړې وه، چې په ترڅ کې یې ښاغلی ستانکزی ونتوانید د دفاع وزارت د څوکۍ د ترلاسه کولو په خاطر کافي رایه ترلاسه کړي.

د افغانستان د ولسي جرګې د شبنې ورځې په عمومي غونډه کې د دفاع وزارت نوماند محمد معصوم ستانکزي لومړی خپلې برنامې وکیلانو ته وړاندې کړې، چې وروسته سمدستي ښاغلي ستانکزي ته د رایو ورکولو صندوق کېښودل شو.

د رایو ورکولو په دغه بهیر کې د دفاع وزارت نوماند وزیر معصوم ستانکزي ۱۰۴ د رد رایې، ۸۴ د تائید رایې، ۱۸ باطلې او ۷ سپینې رایې ترلاسه کړې.

ښاغلي ستانکزي د دفاع وزارت د څوکۍ د ترلاسه کولو لپاره د وکیلانو ۱۰۷ مثبتو رایو ته اړتیا درلوده.

د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې ۲۱۳ وکیلان حاضر شوي وو.

د رایې شمیرنې له بهیر وروسته د غونډې په پای کې د ولسي جرګې رئیس عبدالرؤف ابراهیمي له افغان ولسمشر محمد اشرف غني څخه وغوښتل، چې ژر تر ژره د وکیلانو د باور د ترلاسه کولو لپاره نوی نوماند وزیر ولسي جرګې ته وروپيژني.

د رایې ورکولو د بهیر له پیل څخه معصوم ستانکزی خپلې کاري برنامې وکیلانو ته وړاندې کړې خو د وکیلانو د قناعت په ترلاسه کولو بریالی نشو.

ښاغلی ستانکزی تیره اونۍ د چارشنبې په ورځ د ولسمشر محمد اشرف غني له‌خوا په رسمي توګه ولسي جرګې ته وروپیژندل شو، چې د وکیلانو د باور رایه ترلاسه کړي.

معصوم ستانکزی د دفاع وزارت ته دویم نوماند وزیر وو چې د دغې جرګې د وکیلانو له‌خوا تائید نشو.

له دې مخکې د افغانستان د وسله‌وال پوځ پخوانۍ لوی درستیز شیر محمد کریمي د دفاع وزارت د نوماند په توګه د افغان ولسمشر له‌خوا ولسي جرګې ته ورپیژندل شوی وو خو هغه هم بریالی نشو چې د دغې څوکۍ د ترلاسه کولو لپاره له وکیلانو څخه د باور رایه ترلاسه کړي.



XS
SM
MD
LG